د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې طالبان د اقتصادي همکارۍ سازمان (اکو) د وزیرانو غونډې ته نه دي بلل شوي. دا غونډه به د لړم په ۲۴ او ۲۵مه په اسلامآباد کې ترسره شي.
سجاد حیدر خان، د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند، د یکشنبې په ورځ، د لړم په ۱۷مه وویل: «موږ د اکو د سازمان معمولې کړنلارې له مخې افغانستان ته بلنه نه ده ورکړې.»
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د «معمولې کړنلارې» معنی څه ده، وویل: «ځینې هېوادونه طالبان بللي خو ځینې نور هیوادونه دطالبانو بللو مخالف دي. دا اوسنۍ کړنلاره ده.»
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې کړنلارې په اړه نور څه توضیحات وړاندی نکړل. خو د طالبانو استازو حضور په اکو غونډو کې یو شان نه دی. دغې ډلې په ځینو غونډو کې برخه اخیستې او ځینو نورو غنونډو ته نه دي بلل شوي.
ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال، د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ کې د اکو د مشرانو په اوولسمه غونډه کې چې په آذربایجان دغه ناسته ترسره شوه، ګډون او وینا کړی ده.
- په مقابل کې، افغانستان د اکو بهرنیو چارو وزیرانو په شپږویشتمه غونډه کې چې د ۱۴۰۱ کال په سلواغې میاشتی کې چی ، د ازبکستان پلازمېنه تاشکند کې ترسره شوه، استازی نه
درلود.
درلود.


