افغانستان د سفر په اړه امریکا خپل اتباعو ته خبرداری ورکړه

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا خپلو اتباعو ته خبرداری ورکړی چې په هیڅ شرایطو افغانستان ته سفر ونه کړي. د وزارت افغانستان د ۲۳ نورو هېوادونو تر څنګ د سفر خبرداریو په څلورمه او تر ټولو لوړه درجه کې ځای ورکړی.
افغانستان د سفر په اړه امریکا خپل اتباعو ته خبرداری ورکړه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د امریکا بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له خپلو اتباعو غوښتی چې په هیڅ شرایطو دې افغانستان ته سفر ونه کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ادارې د دوشنبې په ماښام، لړم په ۱۸مه، په یوه ابلاغیه کې اعلان کړی چې افغانستان او یو شمېر نور هېوادونه یې د سفر خبرداریو په څلورمه کچه، یعنې تر ټولو لوړه کچه کې ځای پر ځای کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دا هېوادونه له امنیتي پلوه خطرناک دي او امریکایي اتباع دې «په هیڅ دلیل» ورته سفر ونه کړي.

د افغانستان تر څنګ، هغه هېوادونه لکه بیلاروس، بورکینافاسو، میانمار، د افریقا مرکزي جمهوریت، چاد، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، هایټي، عراق، لبنان، لیبیا، مالي، نایجیر، شمالي کوریا، روسیه، سومالیا، سویلي سوډان، سوډان، سوریه، یوګانډا، اوکراین او یمن هم د امریکا بهرنیو چارو وزارت د څلورمې کچې خبرداریو په لېست کې شامل دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x