د طالبانو او ملګرو ملتونو د کتنې او خبرو محور، دکډوالو د راستنیدلو بحران .

عبدالسلام حنفي، د طالبانو د رئیس‌الوزرا مرستیال، او رباب فاطمه، د یوناما مشره او د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازه، د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو او د هغوی ملاتړ په اړه خبرې وکړې.
د طالبانو او ملګرو ملتونو د کتنې او خبرو محور، دکډوالو د راستنیدلو بحران .

حنفي له ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو وغوښتل چې د کډوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او سرپناه برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
هغه وویل چې طالبان به له اته میلیونو څخه ډېرو راستنېدونکو کډوالو ستونزو د حل لپاره همکاري وکړي.
رباب فاطمې د کډوالو راستنېدو مدیریت یوه لویه ننګونه بللې او د ملګرو ملتونو چمتووالي یادونه کړې چې دکاری زمینه برابرولو، د بزګرانو لپاره د معیشت بدیل، بشردوستانه مرستو او اقتصادي پراختیا او بیا رغونې کې همکاري پراخه کړي.

یوناما تر دې دمه په رسمي ډول اعلامیه نه ده خپره کړې او طالبانو هم د کتنې انځور یا ویډیو نه ده خپره کړې.

د IOM د شمېرو له مخې، له سپتمبر ۲۰۲۳ څخه تر اګست ۲۰۲۶ پورې میلیونونه افغانان راستانه شوي؛ یوازې په ۲۰۲۶ کې له ۱.۳ میلیونو ډېر او په ۲۰۲۵ کې شاوخوا ۲.۹ میلیونه راستنېدنې ثبت شوې دي.

IOM خبرداری ورکړی چې د کډوالو پراخه څپه په افغانستان کې پر سرچینو، عامه خدماتو، کاري بازار او د اوسیدو پر امکاناتو فشار زیات کړی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x