دا غوښتنلیک باید ۲۱۸ لاسلیکونه ترلاسه کړي ترڅو د «افغانستان لپاره د TPS قانون» طرح د مجلس په صحن کې وړاندې شي.
وړاندیز شوې طرح اجازه ورکوي چې افغان کډوال تر ۲۰۲۹ کال جولای پورې له امریکا څخه د ایستلو په وړاندې خوندي پاتې شي. د ترامپ حکومت په ۲۰۲۵ کال مې کې د افغانستان د TPS هغه وضعیت لغوه کړ چې د بایدن حکومت په ۲۰۲۲ کال کې رامنځته کړی و. د هغه وخت د کورني امنیت وزارت ادعا وکړه چې د افغانستان امنیتي وضعیت ښه شوی او دا وضعیت باید «موقت» پاتې شي. همدارنګه یو فدرال قاضي تېره اونۍ د ترامپ حکومت هغه اقدام چې لسګونه افغانان پاکستان ته ایستل کېدل، په موقتي ډول ودراوه.
کرو او لیکارډو د ۲۱۸ لاسلیکونو د ترلاسه کولو لپاره د ټولو دیموکراتانو او یو شمېر جمهوري غوښتونکو ملاتړ ته اړتیا لري. دا طرح اوس مهال څلور جمهوري غوښتونکي ملاتړي لري: ډان بیکن، ماریا الویورا سالازار، جو ویلسن او مورګان لوترال؛ کوین کایلي چې خپلواک دی هم د هغې ملاتړ کړی دی. له ۵۰ څخه ډېر سازمانونه، چې د پخوانیو سرتېرو ډلې او د امریکا عفو بینالملل هم پکې شامل دي، د دې طرح ملاتړ کوي.




