د معمار خبري اژانس راپور له مخې، د تخار محلي سرچینو ویلي چې دې ولایت کې د نه چاودلو موادو د چاودنې له امله یو ځوان مړ شوی.
سرچینو د دوشنبې ورځ، د لړم په ۱۸مه، ویلي چې دا پېښه نن ماسپښین وروسته د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ دمهاجرینو په جومات کې رامنځته شوه.
د سرچینو په وینا، په دې چاودنه کې یو سړی هم ټپي شوی.
سرچینو ویلي چې دا کسان هغه مهال مرګ ژوبله را واړول چې د اوسپنې د ټوټو په پلورلو او رانیولو بوخت وو، او د هغو زړو اوسپنو په منځ کې چې دوی راټولې کړې وې، نه چاودلې مواد هم موجود وو او وچاودېدل.
دا په داسې حال کې ده چې پرون هم په غزني ولایت کې د قرهباغ ولسوالۍ په ورته پېښه کې یو ۲۵ کلن ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی و




