د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ جنرال محسن رضایي، د ایران اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا منشي، په یوه ټولنیزه شبکه خپل شخصي پاڼه کې امریکایانو ته په خطاب سره ولیکل: پر ایران جګړه د امریکا حکومت له همدا اوس څخه په شدید ډول زیانمن کړی دی؛ خو واشنګټن لا هم د یو ناامیده قمارباز په څېر لاس او پښې وهي.
د ایران اسلامي جمهوریت د ملي امنیت عالي شورا منشي زیاته کړه: د خیالي مذاکراتو په اړه جعلي خبرونو له جوړولو لاس واخلئ او لویدیځې آسیا نوی نظم مه انکاروئ.
رضایي ټینګار وکړ:هغه وخت را رسېدلی چې هغو اوو شرطونو ته چې ایران څو ځله اعلان کړي دي، تسلیم شئ.




