بریتانیا: د افغانستان راتلونکی ثبات د ښځو په مشارکت پورې تړلی دی.

ریچارډ لیندسي، د بریتانیا ځانګړی استازی افغانستان ته، وايي چې د افغانستان راتلونکی ثبات او هوساینه د ښځو په بشپړ مشارکت په ټولنه کې تړلې ده.
بریتانیا: د افغانستان راتلونکی ثبات د ښځو په مشارکت پورې تړلی دی.

د بریتانیا د افغانستان ځانګړي استازي ریچارډ لیندسي ویلي، چې د افغانستان راتلونکی ثبات او سوکالي د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ښځو له بشپړ ګډون پرته تضمین نه شي.

نوموړي دا څرګندونې سه‌شنبه، د لړم ۱۹مه، هغه مهال وکړې چې د ۲۰۲۶ کال د چتم هاوس جایزه افغان ښځو ته وسپارل شوه. هغه افغان ښځو ته د دې جایزې د ترلاسه کولو مبارکي وویله او ویې ویل چې په ټولنه کې د هغوی بشپړ حضور د هېواد د راتلونکي ثبات او هوساینې لپاره بنسټیز شرط دی.

د دوشنبې په ماښام یو شمېر افغانې د ښځو د حقونو فعالانې د جنسیتي ظلم پر وړاندې د خپل مقاومت له کبله د ۲۰۲۶ کال د چتم هاوس جایزه ترلاسه کړه. دا جایزه هر کال هغو اشخاصو یا بنسټونو ته ورکول کېږي چې د چتم هاوس د غړو په ارزونه، په نړیوالو اړیکو کې د ښه والي لپاره اغېزمن رول ولري.

سږ کال دا جایزه د بریتانیا پخوانۍ لومړۍ وزیرې او د چتم هاوس اوسنۍ مشرې تریزا مې له خوا افغان ښځو ته ورکړل شوه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x