سراجالدین مهرالدین، د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر، غوښتنه وکړه چې د افغانستان بحران دې د ملي پراخو خبرو اترو له لارې سیاسي حل شي او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه باید دغه هېواد وضعیت ته خپله توجه کمه نه کړي.
سراجالدین مهرالدین، د تاجکستان بهرنیو چارو وزیر، په مسکو کې د جمعي امنیت تړون سازمان غړو هېوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو او د امنیت شوراګانو منشيانو په ګډه ناسته کې، غوښتنه وکړه چې د افغانستان بحران دې د «ملي پراخو خبرو اترو» له لارې سیاسي حل شي او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه باید افغانستان ته خپله توجه کمه نه کړي. هغه پر سیمهایزو او نړیوالو همکاریو د پیاوړتیا، پر جوړونکو خبرو اترو او پر همغږي اقدام د نویو امنیتي ګواښونو په وړاندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې تاجکستان د یو باثباته او سولهاییز افغانستان غوښتونکی دی، ځکه دا مسئله د مرکزي آسیا د امنیت او د سیمې د اقتصادي، ترانزیتي او انرژۍ همکاریو د پراختیا لپاره مهمه ده. تاجکستان په تېرو کلونو کې هم څو ځله پر دې ټینګار کړی دی چې په افغانستان کې دې پراخ حکومت جوړ شي او سیاسي خبرې اترې دې ته دوام ومومي.




