سرچینې: حبیب الرحمان پدرام افغانستان ته راستون شوی.

ځینې سرچینې راپور ورکوي چې حبیب‌الرحمان پدرام، چې پخوا په افغانستان کې د هرات د خلکو استازی و، هېواد ته راستون شوی او د طالبانو له چارواکو سره یې کتنې کړې دي.
سرچینې: حبیب الرحمان پدرام افغانستان ته راستون شوی.

ځینې سرچینې وایي چې حبیب الرحمان پدرام، د هرات پخوانی استازی، د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۸مه افغانستان ته راستون شوی دی. نوموړی له څو کلونو بهر اوسېدو وروسته لومړی کابل او بیا هرات ته تللی. سرچینې ادعا کوي چې هغه د بېرته راتګ په لومړیو ۳۳ ورځو کې څو ځله د طالبانو له چارواکو سره لیدلي دي، ۱۷ ورځې د دغې ډلې د استخباراتو مېلمه و او ځینې توافقونه هم شوي دي؛ په دې کې د خپلو یو شمېر ملګرو د ترکیې څخه د بېرته راوستلو ژمنه هم شامله ده.

پدرام پخوا د هرات د ولایتي شورا غړی او  ولسي جرګې کی استازی وو او د فارسي ژبې د دفاع او پخواني حکومت انتقاد له امله پېژندل کېده. نوموړی د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستان څخه ووت. په لندن او بیا ترکیه کې اوسېده. تر اوسه یې خپله دا ادعاوې تأیید یا رد کړې ندی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x