د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ ډونالډ ټرمپ، د امریکا ولسمشر، د چهارشنبې په ماښام، د لړم په ۲۰مه، په آرلینګټن ملي هدیره کې د پخوانیو سرتېرو د ورځې په مناسبت په یوه مراسم کې د هغو امریکايي پوځیانو قدرداني وکړه چې په بېلابېلو جګړو کې خدمت کړی دی.
ټرمپ په خپله ۲۵ دقیقې وینا کې د دوهمې نړیوالې جګړې، ویتنام او افغانستان د پخوانیو سرتېرو نومونه هم یاد کړل او د هغوی قربانۍ یې وستایلې.
د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو کې د دغه هېواد د ځواکونو د حضور د مودې او د کوریا، ویتنام، عراق او افغانستان په جګړو کې د پوځي تلفاتو ته په اشارې سره وویل چې د امریکا پوځي حضور په دغو هېوادونو کې کلونه کلونه دوام وکړ او په زرګونو کسان پکې ووژل شول؛ خو د هغه په وینا، متحده ایالاتو ته «څه ډېر» ونه رسېدل.
د امریکا جګړه افغانستان کې د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې، د سپتمبر د یوولسمی بریدونو وروسته پیل شوه او د دغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږدې جګړې ته واوښته.
امریکايي ځواکونو نږدې ۲۰ کاله په افغانستان کې حضور درلود او د هغوی آخري وتل د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، هم مهاله د جمهوریت له سقوط او طالبانو د واک ته په رسیدو سره بشپړ شول.




