د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو سازمانونو د ادارې مشر کریل لوگوینوف ویلي دي چې د ملګرو ملتونو راتلونکی عمومي منشي باید د روان میلادي کال تر ۳۱ دسمبر پورې ټاکل شوی وي.
تاس خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۱۲مه، د لوگوینوف له قوله لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو د اوسني عمومي منشي دنده د روان کال په پای کې پای ته رسېږي، نو ځای ناستی یې باید له هغې مخکې وټاکل شي.
لوگوینوف ویلي دي چې د اوسني عمومي منشي د دندې لنډمهاله غځول یا د هغه د یو مرستیال سرپرست ټاکل هغه بدیلونه دي چې اوس څېړل کېږي.
هغه دا هم ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د ځینو مرستیالانو احتمالي استعفا کېدای شي د مسؤلیتونو د سپارلو بهیر ناڅرګند کړي.
د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، عمومي منشي د دغه سازمان تر ټولو لوړ اداري چارواکی دی او د امنیت شورا په وړاندیز او د عمومي مجمع له خوا د پنځه کلونو لپاره ټاکل کېږي.




