د لاهې نړیوال جنایي محکمه د افغانستان په اړه د امریکا جنایتونه پای ته رسېدلي اعلان کړل.

د لاهې نړیوال جنایي محکمې د افغانستان په اړه د څېړنو هغه برخه چې د امریکايي پوځي ځواکونو او د داعش خراسان تروریستي ډلې احتمالي جنایتونه هم په کې شامل وو، پای ته رسېدلې اعلان کړې ده.
ساختمان دیوان کیفری بین‌المللی در لاهه

د لاهې نړیوال جنایي محکمې د افغانستان د څېړنو هغه برخه چې کېدای شو د امریکايي پوځي ځواکونو اقدامات هم پکې وڅېړل شي، پای ته رسېدلې اعلان کړه او خپل تمرکز یې پر طالبانو د ۲۰۲۱ کال وروسته اقداماتو ته واړوه. دا پرېکړه همدارنګه د داعش خراسان څانګې په اړه د څېړنو د پای ته رسېدو مانا هم لري.

د محکمې څېړنې له ۲۰۲۰ کال راهیسې پیل شوې وې او د پخواني افغان حکومت ځواکونو، طالبانو، امریکايي پوځیانو او د امریکا د بهرنیو استخباراتي مأمورینو له ۲۰۰۲ کال وروسته احتمالي جنایتونه په کې شامل وو. قاضیانو ویلي دي چې څارنوالانو ونه توانېدل چې د طالبانو پورې اړوندو تورونو پرته د نورو تورونو د مؤثرې رسېدنې وړتیا ښکاره کړي.

دا پرېکړه د افغانستان د قضیې د څارنوالانو او قاضیانو ترمنځ د حقوقي اختلافونو په دوام او د امریکا له خوا د دې بنسټ پر ضد د بندیزونو له لګولو وروسته شوې ده. په دې سره سره، د قضیې د برخو جلا کول د طالبانو د څلورو مشرانو پر ضد صادر شوي د نیولو حکمونه لغوه نه کوي او دا حکمونه معتبر پاتې کېږي.

بیشتر بخوانید:  د اروپا د پارلمان استازې: طالبان باید لاهې ته ولاړ سي، نه بروکسل ته
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x