په ترکیه کې د چورلکې دلوېدو له امله څلور کسان ووژل شول.

د ترکیه د دفاع وزارت اعلان وکړ چې په مالاتیا ښار کې د S-70 ډوله چورلکې د لوېدو له امله لږ تر لږه څلور پوځیان ووژل شول.
د ترکیې پوځي چورلکه

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ترکیه دفاع وزارت اعلان وکړ چې په مالاتیا ښار کې د S-70 ډوله چورلکې د لوېدو له امله لږ تر لږه څلور پوځیان ووژل شول. دغه وزارت ولیکل چې تر دې دمه د چورلکې د لوېدو لامل نه دی څرګند شوی او څېړنې لا هم روانې دي.

د ترکیه دفاع وزارت په خپل ایکس حساب کې ولیکل چې دا پېښه د پنجشنبې په ماښام د مالاتیا ښار په سویلي څنډه کې د مامان‌کوی په سیمه کې رامنځته شوې ده. د دغه وزارت په وینا، د دې چورلکې ټول کسان وژل شوي دي.

د دې ولایت د څارنوالۍ دفتر اعلان وکړ چې د چورلکې د لوېدو په اړه یې څېړنې پیل کړې دي. د راپورونو له مخې، د دې ښار درې لوړپوړي څارنوالان دې پېښې ته د رسېدنې لپاره ټاکل شوي دي.

بیشتر بخوانید:  ترکیه کې د ۱۰ میاشتو په شاوخوا کې له ۳۳ زرو ډېرو افغان کډوالو نیول کیدل.
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x