د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ سراجالدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، د دغې ډلې دفاع وزارت د یو زر کمانډو ځواکونو فارغېدو په مراسم کې اعلان کړی دی چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر ۴۵۰ تر ۵۰۰ زرو تنو ته رسېږي او ټینګار یې کړی چې افغانستان د نورو هېوادونو پر وړاندې د تېري هېڅ پلان نه لري.
حقاني زیاته کړې ده چې افغانستان په تېرو څلورو لسیزو کې د خپلې خاورې د دفاع لپاره له یو خپلواک او پیاوړي پوځ څخه بېبرخې و.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر همدارنګه د پخوانیو حکومتونو مسلح ځواکونه تورن کړي چې د خپلواکۍ او ملي ګټو د دفاع پر ځای، بهرنیو هېوادونو په ګټه فعالیت کاوه.
هغه پر دې ټینګار سره چې د افغانستان حکومت د هېڅ هېواد ګواښولو نیت نه لري، ویلي چې په افغانستان کې د امنیت او ثبات تأمین نه یوازې د دغه هېواد د خلکو په ګټه دی، بلکې د سیمې او نړیوالې ټولنې په ګټه هم دی.
اړوند مطالب:




