طالبان په کابل کې د یوه جومات په جوړولو له یو میلیون ډالرو ډېر لګښت وکړ

د طالبانو پورې تړلو رسنیو راپور ورکړی دی چې دکابل ختیځ کې د نادرخان غونډۍ پر سر د جلال‌الدین حقاني جومات د جوړولو کار بشپړ شوی او پر لمونځ کوونکو خلاص شوی دی.
مسجد جلال‌الدین حقانی در تپه نادرخان کابل

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو پورې تړلو رسنیو راپور ورکړی دی چې په ختیځ کابل کې د نادرخان غونډۍ پر سر د جلال‌الدین حقاني جومات د جوړولو کار بشپړ شوی او پر لمونځ کوونکو خلاص شوی دی. سراج‌الدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، دا جومات د خپل پلار جلال‌الدین حقاني په نوم جوړ کړی دی. دغه جومات د دوه زرو لمونځ کوونکو لپاره ځای لري.

د طالبانو پورې تړلو ځینو رسنیو د جمعې په ورځ، د لړم په ۲۲مه، راپور ورکړ چې د دغه جومات د جوړولو کار له دوو کلونو وروسته بشپړ شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د طالبانو ځینو چارواکو ولیکل چې دا جومات د ددو میلیونو ډالرو څخه په ډېر لګښت، د سراج‌الدین حقاني په حکم او تر څارنې لاندې جوړ شوی دی. طالبانو روښانه نه ده کړې چې د دغه جومات بودیجه له کومې سرچینې تأمین شوې ده.

جلال‌الدین حقاني، د سراج‌الدین حقاني پلار، د پخوانیو جهادي څېرو له ډلې و. هغه د حقاني شبکې بنسټګر دی.

د طالبانو د حج او اوقاف وزارت ویلي دي چې د روان کال له پیل راهیسې یوازې په کابل ښار کې شاوخوا ۶۰ جوماتونه جوړ شوي او د ۵۰ نورو جوماتونو د ترمیم کار هم بشپړ شوی دی.

بیشتر بخوانید:  سراج‌الدین حقاني: د افغانستان د خاورې بشپړتیا او ملي حاکمیت دفاع زموږ مسلم حق دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x