دمعمار خبری اژانس د راپور له مخی؛د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا کې د تروریستي ضد عملیاتو د پراخولو خبر ورکړ او اعلان یې وکړ چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې ۴۳ وسلهوال وژل شوي دي؛ له دې ډلې ۳۵ تنه د میرعلي او ۸ تنه د اورکزي په سیمو کې وژل شوي. پوځ د امنیتي ځواکونو مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او ویلي یې دي چې ځینی وسلې، مهمات او چاودېدونکي توکي یې لاس ته ورغلي او د پاکولو عملیات روان دي. پوځي وژل شوي کسان د یوې ډلې پورې تړلي بللي دي چې هغه ته «فتنهالخوارج» وايي؛ دا اصطلاح ډېری د پاکستان د طالبانو تحریک (TTP) ته اشاره کوي.
دا عملیات په داسې حال کې ترسره کېږي چې د پاکستان او افغان طالبانو اړیکې د TTP بریدونو او د دغې ډلې د فعالیتونو پر سر د اختلاف له امله کړکيچن شوې دي. پاکستان طالبان تورنوي چې افغان خاوره د پاکستاني ځواکونو پر ضد بریدونو لپاره پرېږدي، خو طالبان دا تور ردوي. د ډیورنډ کرښې پر سر اختلاف، د پاکستان هوايي بریدونه په افغان خاوره کې، پولې ته نږدې نښتې، د تګراتګ لارو تړل او د افغان کډوالو ایستل هم د ترینګلتیا له نورو لاملونو څخه دي.




