پاکستان د اکو د وزیرانو ناسته پرته له افغانستانه ترسره کوي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې اسلام‌آباد به له سبا، د نومبر له ۱۵مې، د دوو ورځو لپاره د اقتصادي همکارۍ سازمان (اکو) د وزیرانو د شورا د ۳۰مې ناستې کوربه وي؛ هغه ناسته چې د طالبانو د استازي د بلنې پرته ترسره کېږي.
نشست وزیران سازمان همکاری اقتصادی (اکو) در پاکستان

پاکستاني ورځپاڼو راپور ورکړی دی چې اسلام‌آباد به له سبا، د نومبر له ۱۵مې، د دوو ورځو لپاره د اقتصادي همکارۍ سازمان (اکو) د وزیرانو د شورا د ۳۰مې ناستې کوربه وي؛ هغه ناسته چې د افغانستان او طالبانو د استازي پرته ترسره کېږي.

د پاکستان «نیشن» ورځپاڼې د ډیپلوماتیکو سرچینو له قوله راپور ورکړی دی چې اسلام‌آباد د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ترینګلتیا له امله له طالبانو استازو ته د بلنې ورکولو څخه ډډه کړې ده.

ټاکل شوې ده چې د اقتصادي همکارۍ سازمان د ۹ نورو غړو هېوادونو استازي په دې دوه ورځنۍ ناسته کې د سیمه‌ایزې سوداګرۍ پر پراختیا، ترانسپورتي نښلون، اقتصادي همکاریو او ترانزیتي لارو خبرې اترې وکړي.

دا ناسته د افغانستان لپاره ځانګړې اهمیت لري؛ ځکه چې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله د مرکزي آسیا د پاکستان او آزادو اوبو سره د نښلولو له لارو څخه یوه ګڼل کېږي.

د افغانستان نشتوالی په سیمه‌ایزو خبرو اترو کې چې د سوداګرۍ او ترانزیت په اړه دي، کولای شي د دې هېواد د مستقیم مشارکت فرصت په سیمه کې د اقتصادي نښلون اړوند د پرېکړو په بهیر کې محدود کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې د اقتصادي همکارۍ سازمان (اکو) دوره‌ای مشري پر غاړه لري او د سیمه‌ایز نښلون او اقتصادي یووالي پیاوړتیا یې د دې دورې له لومړیتوبونو اعلان کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x