د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ طالبانو محلي چارواکي په هلمند کې وايي چې د دغه ولایت په سنگین ولسوالۍ کې د اورلګېدنې له امله نهه کسان ټپیان شوي دي.
د هلمند د طالبانو د والي ویاند دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې دا پېښه پرون (پنجشنبه، د لړم ۲۱مه) د ماښام شاوخوا ۶:۳۰ بجې د سنگین ولسوالۍ په دوهم تولي سیمه کې رامنځته شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دا پېښه د یوه «سکوټر» د تېلو اخیستلو/ډکولو پر مهال رامنځته شوه، چې له امله یې نهه کسان،د څلور ماشومانو په ګډون، سوځېدلي دي.
د دې پېښې ټپیان د هلمند ولایت مرکز لشکرګاه ښار ته لېږدول شوي دي. یوې سرچینې د اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي دي چې د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت خراب و، نو د درملنې لپاره هرات ولایت ته لېږدول شول.
د طالبانو د والي دفتر ویلي دي چې دا اورلګېدنه د «بېاحتیاطۍ» له امله رامنځته شوې ده.
اړوند مطالب:




