د کابل په منډوي کې اورلګېدنې اته میلیونه افغانۍ زیان واړاوه

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کابل ښار منډوي بازار د دوشنبې شپې د اورلګېدنې له امله اته دوکانونه سوځېدلي او شاوخوا اته میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.
منابع از وقوع انفجار در کابل خبر دادند

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د کابل ښار منډوي بازار د دوشنبې شپې د اورلګېدنې له امله اته دوکانونه سوځېدلي او شاوخوا اته میلیونه افغانۍ مالي زیان اوښتی دی.

دغه وزارت د سې‌شنبې په ورځ، د سرطان په ۲مه، په اېکس ټولنیزه شبکه کې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دا اورلګېدنه د کابل ښار د لومړۍ ناحیې اړوند د منډوي بازار په زرداد مارکېټ کې رامنځته سوې ده.

په دغه مارکېټ کې له ۵۰۰ څخه ډېر دوکانونه او ګودامونه فعالیت لري. د خبرپاڼې له مخې، د دې پېښې په پایله کې اته دوکانونه په بشپړه توګه د اور خوراک سوي، خو د اوروژنې ځواکونو د پر وخت مداخلې له امله د اور د خپرېدو مخه نیول سوې او ۴۹۷ نور دوکانونه او ګودامونه له زیان څخه خوندي پاتې سوي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د اورلګېدنې لامل برېښنايي شارټي ښودلې او زیاته کړې یې ده چې په دې پېښه کې د سوداګرو او دوکاندارانو هغه شتمني چې ارزښت یې شاوخوا ۴۸۰ میلیونه افغانۍ وو، د له‌منځه تلو له ګواښ څخه ژغورل سوې ده.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو هم د انځورونو او ویډیوګانو په خپرولو سره د منډوي بازار په زرداد سرای کې د دې اورلګېدنې خبر ورکړی وو.

منډوي بازار د پلازمېنې له مهمو عمده پلورونکو او تر ټولو ګڼې ګوڼې لرونکو بازارونو څخه ګڼل کېږي، چې په تېرو کلونو کې هم څو ځله د پراخو اورلګېدنو شاهد پاتې سوی دی. د اوسېدونکو او سیمه‌ییزو سرچینو په وینا، په دغه بازار کې د تګ راتګ د لارو تنګوالی او ګڼې ګوڼې معمولاً د اوروژنې ځواکونو رسېدل او د اور کنټرولول له ځنډ او ستونزو سره مخ کوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x