د بدخشان د درایم ولسوالۍ پر مرکز راکټي برید

په بدخشان ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې د جمعې ورځې په ماښام څو راکټونه د «تپې آنتن» په نوم له سیمې څخه د بدخشان ولایت د درایم ولسوالۍ د مرکز پر لور توغول سوي دي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو د امنیې قوماندانۍ ودانۍ او د درایم ولسوالۍ مرکز (ښار صفا) د دغو راکټي بریدونو هدفونه وو.

سرچینو زیاته کړې چې د راکټونو له توغولو وروسته، د طالبانو ځواکونو هم ډزې پیل کړې.

خو تر اوسه څرګنده نه ده چې راکټونه په کومو ځایونو لګېدلي او ایا دې بریدونو مرګ‌ژوبله یا مالي زیانونه اړولي دي او که نه.

یو شمېر د سیمې اوسېدونکو هم ویلي چې لا هم د سیمې څخه د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

سیمه‌ییزو سرچینو تر اوسه د دې پېښې د احتمالي مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

همدارنګه، طالبانو او د افغانستان د آزادۍ جبهې تر اوسه د دغه برید او له هغه وروسته د نښتو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x