د هرمز او بابالمندب ستراتیژیک تنګي په دې وروستیو کې د سیمې د جیوپولیټیکو شخړو پر اصلي مرکزونو بدل سوي دي؛ دا دوه سمندري لارې نه یوازې د نړۍ د انرژۍ د سوداګرۍ لاره ټاکي، بلکې د سیمې او له سیمې بهر د لوبغاړو ترمنځ د ځواک په معادلو کې پر پرېکنده وسیلو بدلي سوي دي. هغه څه چي په وروستیو اوونیو کې په فارس خلیج او سره سمندر کي روان دي، یوازې د یوه لنډمهاله کړکېچ زیاتوالی نه دی، بلکې د نړۍ د یوه تر ټولو حساسو سمندري سیمو د امنیتي لوبې د اصولو بیا تعریف بلل کېږي.
د دې بدلونونو اصلي محور د یوې داسې پدیدې رامنځته کېدل دي چي «متقابله محاصره» ورته ویل کېدای سي. ایران د امریکا د تحمیل سوي سمندري محاصرې په ځواب کي د هرمز تنګی د سوداګریزو کښتیو پر مخ تړلی او په عملي توګه یې فارس خلیج د مستقیمې مقابلې پر ډګر بدل کړی دی. دا اقدام د هغه حالت دوام دی چي تر دې وړاندې د «دوه ګوني محاصرې» په نوم یادېده؛ هغه وضعیت چي پکښي د امریکا سمندري ځواکونه ایران محاصره کوي او ایران هم په متقابل ډول فارس خلیج تړلی دی. دغه حالت په سیمه کي د امریکا د سمندري مخنیوي اصل له بنسټیزې ننګونې سره مخ کړی دی؛ داسې ننګونه چي ښايي په وروستیو لسیزو کي د لومړي ځل لپاره یوه سیمهییزه ځواکمنه خوا توانېدلې چي له بشپړې پوځي مقابلې پرته، پر نړیوال اقتصاد دروند لګښت تحمیل کړي.
خو هغه څه چي دغه معادله یې لا پېچلې او خطرناکه کړې ده، په بابالمندب کي د یوې موازي جبهې پرانیستل دي. د سعودي عربستان پر ضد د خپلو ګواښونو د عملي کولو په اړه د یمنیانو پرېکړه، یوازې د صنعا پر هوايي ډګر د برید سمدستي غبرګون نه دی، بلکې هغه ستراتیژیکه پرېکړه ده چي له ډېر وخت راهیسي د مخنیوي د معادلو د بیا جوړولو په چوکاټ کي نیول سوې وه. د انصارالله له لوري د ابها هوايي ډګر په نښه کول وښودل چي یمن، سره له کلونو ځمکنۍ، هوايي او سمندري محاصرې، نه یوازې خپل د مخنیوي توان له لاسه نه دی ورکړی، بلکې د دښمن د شاتګ لپاره پر اغېزمنې وسیلې بدل سوی دی. دغه حقیقت د «د محاصرې له لارې مخنیوي» دودیزه نظریه له جدي پوښتنو سره مخ کړې ده.
د دې بدلونونو جیوپولیټیک ارزښت په دې کي دی چي د نړۍ پر دوو مهمو اوبو لارو کي کړکېچ هممهاله رامنځته سوی دی. په هرمز او بابالمندب کي د سمندري تګ راتګ ګډوډېدل، د نړۍ د انرژۍ د سوداګرۍ د یوې لویې برخې د ګډوډېدو معنا لري. د تېلو او ګازو د بیو سخت لوړوالی، په مالي بازارونو کي بدلونونه، د هوايي چلند او ګرځندوی په برخو کي ستونزي او د نړۍ د انرژۍ د برابرولو په اړه اندېښنې، د دې حالت له سمدستي پایلو څخه دي. اقتصادي کارپوهانو تر دې وړاندې دغه کړکېچ د ۱۹۷۰مو کلونو د بحران راهیسي د نړۍ د انرژۍ په برابرولو کي تر ټولو لویه ګډوډي بللې ده.
بله د پام وړ خبره د ریاض، منامې، ابوظبي او عمان له واشنګټن سره همغږي ده چي د یمن پر ضد د محاصرې په پلي کولو کي لیدل کېږي. دغه همغږي ښايي چي په بابالمندب کي هر ډول غبرګون په عملي توګه د امریکا له سیمهییزو متحدانو سره د مقابلې په معنا تمامېږي. خو د ابها هوايي ډګر د برید په ځواب کي د یمنیانو پرېکنده غبرګون وښودله چي د «سمندري محاصرې پر وړاندې هوايي محاصره» معادله نه یوازې مخنیوی رامنځته نه کړ، بلکې د کړکېچ د زیاتېدو او د جګړې د پراخېدو لامل وګرځېده.
په ټوله کي، هغه څه چي نن روان دي، یوازې د دوو سمندري لارو ترمنځ له جغرافیایي موقعیت څخه ډېر څه دي. دغه بدلونونه ثابتوي چي سیمهییز لوبغاړی د خپل ستراتیژیک جغرافیایي موقعیت او سیاسي هوډ پر تکیه کولو سره،توانېدلي دي چې د سیمې د بهرنیو ځواکونو له لوري تحمیل سوي د لوبې اصول له ننګونو سره مخ کړي. په فارس خلیج کي د امریکا د سمندري واک ماتول او دا حقیقت ثابتول چي حتی د نړۍ تر ټولو ځواکمن سمندري ځواک هم د سیمې د ولسونو د ګډ هوډ پر وړاندې له درنو لګښتونو پرته درېدلای نه سي، له سیمې بهر زورواکو او ظالمانو ته روښانه پیغام لري.
لکه څنګه چي د ایران اسلامي جمهوریت د امریکا د پرلهپسې ژمنه ماتوونکو کړنو په ځواب کي پر دغه ترهګر دولت درانه ګوزارونه کړي، نن هم د سیمې د مقاومت په تاریخ کي نوی پړاو پیلېږي؛ داسې پړاو چي پکښي ستراتیژیکې اوبه لارې د لویدیځ د واکمنۍ له نښو څخه د خپلواکو ولسونو د عزت او ځواک پر سنګرونو بدلېږي.



