ولې «ووهه، چې ښه یې وهې» د سنتکام حسابونه ګډوډ کړل؟

په وروستیو اوونیو کې د لوېدیځې اسیا د ځواک تله د بنسټیز بدلون شاهده سوې ده. د ایران اسلامي جمهوریت د محدودو ځوابونو له تګلارې څخه په تېرېدو او د یرغلګر مخنیوي نوې طرحې په جوړولو سره، د سیمې په اوو هېوادونو کې د سنتکام د قوماندې او ملاتړ شبکې په نښه کړې دي. په اردن او عراق کې د امریکایي ځواکونو د بشري زیانونو، په کویټ، بحرین او قطر کې د مهمو پوځي اډو د بنسټونو د ویجاړېدو او د واشنګټن د اغېزمن ځواب ورکولو د پاتې راتلو پېښې، ټولې د «ووهه، چې ښه یې وهې» د ژمنې د پوره کېدو نښې بلل کېږي.
ایران اهداف صهیونیستی را با پهپاد و موشک هدف قرار داد

په وروستیو اوونیو کې د لوېدیځې اسیا د ځواک تله د بنسټیز بدلون شاهده سوې ده. د ایران اسلامي جمهوریت د محدودو ځوابونو له تګلارې څخه په تېرېدو او د یرغلګر مخنیوي نوې طرحې په جوړولو سره، د سیمې په اوو هېوادونو کې د سنتکام د قوماندې او ملاتړ شبکې په نښه کړې دي. په اردن او عراق کې د امریکایي ځواکونو د بشري زیانونو، په کویټ، بحرین او قطر کې د مهمو پوځي اډو د بنسټونو د ویجاړېدو او د واشنګټن د اغېزمن ځواب ورکولو د پاتې راتلو پېښې، ټولې د «ووهه، چې ښه یې وهې» د ژمنې د پوره کېدو نښې بلل کېږي.

د ۲۰۲۶ کال د جولای په کړکېچنو ورځو کې منځنی ختیځ د ایران د اسلامي جمهوریت او امریکا ترمنځ د یوه له تر ټولو حساسو او پېچلو پوځي نښتو شاهد دی. هغه څه چې د هرمز تنګي پر سر د یوې محدودې شخړې په توګه پیل سول، اوس په یوې پراخې جګړې بدل سوي چې د سیمې امنیتي حسابونه یې بدل کړي دي. سیمه‌ییز راپورونه وایي چې د ایران وسله‌والو ځواکونو د استخباراتي پوهاوي او توغندیز او بې‌پیلوټه الوتکو د ځواک په تکیه توانېدلي چې د جګړې نوې لارې د امریکا پر پوځ وتپي او د سنتکام د قوماندې مرکزونه او د اکمالاتو لارې کمزورې کړي.

هغه څه چې په وروستیو اوونیو کې د جګړې په ډګر کې رامنځته سول، د دوو بشپړو بېلو تګلارو څرګندونه کوي.
پنټاګون د ډزو د ډېر شمېر او شپه او ورځنیو بریدونو په تکیه هڅه وکړه چې د ایران د اکمالاتو لارې، د لېږد رالېږد مسیرونه او د څار شبکې ګډې وډې کړي. خو دغه تګلاره نه یوازې بریالۍ نه سوه، بلکې په بشپړې ماتې پای ته ورسېده.
د راپورونو له مخې، د ایران هوايي دفاعي ځواک او انجینري جوړښت دومره پیاوړی و چې د دښمن د بریدونو زور یې جذب کړ او هغه ځایونه چې په نښه سوي وو، په څو ساعتونو کې بېرته فعال حالت ته راوګرځول سول.
ویجاړ سوی د اورګاډي پټلۍ ژر بېرته ورغول سوې او د سیریک مخابراتي ستن هم په چټکۍ سره بیا فعاله سوه.

د ایران پوځي برلاسی؛ د مخنیوي د حسابونو بیا جوړونه

په مقابل لوري کې، ایران په حساب سوې توګه او د «قوماندې او ملاتړ مرکزونو» پر تمرکز سره، پر سنتکام درانه ګوزارونه وکړل. خبري راپورونه وایي چې د اردن د «موفق السلطی» (الازرق) پر اډه د بالستیکو او چټکو توغندیو مستقیم بریدونه ترسره سول، چې له امله یې دوه امریکایي سرتېري ووژل سول او یو بل ورک بلل سوی دی. پوځي شنونکي د «ورک» اصطلاح داسې ارزوي چې د چاودنې زور او ډېره تودوخه دومره لوړه وه چې د امریکایي سرتېري له جسد څخه نښې پاتې نه سوې.
همدارنګه د قطر «العدید» او د کویټ «علي السالم» مهمو پوځي اډو د ایران د دقیقو توغندیو سخت اغېز ولید.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو ستره لاسته راوړنه په دې نښته کې د نوي مخنیوي د جوړښت رامنځته کول دي. د سنتکام قومانده چې تل د خپلو بشري زیانونو د پټولو هڅه کوي، په بې‌ساري ډول یې په اردن کې د دوو امریکایي سرتېرو وژل کېدل او د یو شمېر نورو ټپي کېدل منلي دي. د فاکس نیوز په څېر رسنیو هم د لږ تر لږه ۱۳ نورو امریکایي سرتېرو د ټپي کېدو یادونه کړې ده. د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې هم څرګنده کړې چې د الازرق پر اډه په برید کې د امریکا څو پرمختللې الوتکې او بې‌پیلوټه الوتکې ویجاړې سوې دي.

د عراق د اربیل او بحرین په پوځي اډو کې د پاتریوت دفاعي سیستمونو ماتې، د امریکا د دفاعي پوښ د ادعاوو پر وړاندې لویه پوښتنه راپورته کړې ده. د امریکا څو پوړیز دفاعي سیستمونه د بالستیکو توغندیو، کروز توغندیو او د «شاهد» او «آرش» بې‌پیلوټه بریدګرو الوتکو پر وړاندې خپل اغېز له لاسه ورکړی دی. دغه حالت د امریکا د پوځ پر ظاهري ځواک سخت اغېز کړی او ښايي چې د امریکا هغه پوځي ماشین چې د ۱.۵ ټریلیون ډالرو په ارزښت جوړ سوی، د ایران د ارادې او ټکنالوژۍ پر وړاندې له ستونزو سره مخ سوی دی.

په سپینه ماڼۍ کې ګډوډي او سرګرداني؛ ټرمپ د «زیاتېدونکي کړکېچ» په جال کې

د نړیوالو رسنیو، لکه سي‌اېن‌اېن او رویټرز، شننې ښايي چې د ټرمپ ډله د «زیاتېدونکي کړکېچ» له ستونزې سره مخ ده. شنونکي باور لري چې د امریکا ولسمشر له یوې سختې پرېکړې سره مخ دی: یا باید د بریدونو کمېدو ته غاړه کېږدي او ماته ومني، یا داسې پړاو ته ننوځي چې د زغملو توان یې نه لري.


مشهور امریکایي خپرونکی او شناند تاکر کارلسن په څرګندو ټکو ویلي چې د واشنګټن د پوځي ځواک ادعاوې «تشې او بې‌بنسټه» ثابتې سوې دي. هغه ویلي چې د امریکا پوځ د خپل ستر مالي توان سره سره، ان د یوه مهم سمندري تنګي د خلاص ساتلو توان هم نه لري.
د امریکا د پوځ وېره تر دې کچې رسېدلې چې د سون توکو لېږدوونکې الوتکې اړې دي خپل راداري لېږدوونکي وسایل بند کړي، څو د ایران د توغندیو ښکار نه سي. د ګوګل شرکت هم د امنیتي ادارو په غوښتنه د امریکا د پوځي اډو انځورونه په ګوګل مپس کې ګډوډ او پټ کړي دي؛ هغه کار چې د ایران د استخباراتي نفوذ له ژورې وېرې څخه پرده پورته کوي.

عربي حکومتونه؛ د اور په توپان کې سرګردانه ملګري

د فارس خلیج عربي هېوادونو حکومتونه چې فکر یې کاوه د امریکا د پوځي اډو په کوربه‌توب به خپل امنیت خوندي کړي، اوس د ایران د بریدونو په منځ کې راګیر دي.
په کویټ کې د «شعیبه» د سترې برېښنا دستګاه او د اوبو د خوږولو د مهمو مرکزونو ویجاړېدل، د امریکا د پوځ د اکمالاتو له مهمو لارو څخه یوه پرې کړې ده. د کویټ علي السالم او ام‌قصر اډې، او په بحرین کې د شیخ عیسی اډه د راداري سیستمونو له منځه تلو له امله د ایران د بې‌پیلوټه او توغندیزو بریدونو اغېزمنې سوې دي.

عربي لوړپوړو دیپلوماتانو سي‌اېن‌اېن ته ویلي چې دوی اندېښمن دي دغه شخړه به د دوی پر اقتصاد لا ژور منفي اغېز وکړي او دوی به د فارس خلیج په بل لوري کې له نه حل کېدونکي دښمنۍ سره یوازې پرېږدي. د عربي حکومتونو ستونزه دا ده چې نه پوهېږي یو ځل بیا واشنګټن ته د کړکېچ د کمولو لپاره فشار ورکړي، او که دا ومني چې د تهران ځوابونه ښايي دومره سخت وي چې یوازې په منځګړیتوب یې مخه نه نیول کېږي.

جان بولټن او د ایران د وېش خطرناکه طرحه؛ د امریکایي جګړه‌پالو اصلي څېره

د امریکا د پوځي ناکامیو په اوج کې، جان بولټن، چې د امریکا مشهور جګړه‌پال او د ملي امنیت پخوانی سلاکار دی، په ښکاره توګه ویلي چې د «ایران د ازادۍ» لپاره د کورنۍ جګړې هڅول، وسله‌وال بریدونه او قومي درزونه یوه لاره ده. دغه څرګندونې د ایران په اړه د امریکا د تګلارو اصلي څېره څرګندوي؛ هغه تګلاره چې د ایران د خلکو د هوساینې، ازادۍ او ځواکمنتیا په لټه کې نه ده، بلکې تل یې موخه د دې هېواد کمزوري کول، وېشل او پرې واک چلول بلل کېږي.

دغه خبرې ښايي چې واشنګټن کله چې د جګړې په ډګر کې له ماتې سره مخ کېږي، نو پټو پلانونو او قومي شخړو ته مخه کوي. د ایران پوه او باعزته ولس چې د خپل زرګونه کلن تاریخ له تجربو څخه زده کړه کړې، په ښه توګه پوهېږي چې د «ازادۍ» تر نوم لاندې د دغو دروغجنو ادعاوو تر شا کوم خطرناک پلانونه پټ دي. د ایران ولس به هېڅکله اجازه ورنه کړي چې د سپینې ماڼۍ جګړه‌پال کسان او د بولټن په څېر سلاکاران یې ملي یووالی زیانمن کړي.

د ایران او د امریکا د پوځ ترمنځ جګړه اوس هغه پړاو ته رسېدلې ده چې ستراتیژیک بڼه یې غوره کړې ده؛ په دې پړاو کې د امریکا ظاهري ځواک نه په اعلامیو، بلکې د جګړې په ډګر او د ایران د درنو توغندیزو او بې‌پیلوټه بریدونو تر اغېز لاندې ازمویل کېږي. د «صاعقه» پرله‌پسې عملیاتو وښودله چې د محدودو ځوابونو پړاو پای ته رسېدلی او ایران د یرغل د مخنیوي لپاره نوی تهاجمي جوړښت رامنځته کړی او په لوېدیځه اسیا کې یې د نښتو اصول بدل کړي دي.

د امریکا پوځ نن ورځ په لوېدیځه اسیا کې ستړی، بې‌موخې او د سختو اکمالاتي فشارونو لاندې دی. له سترو پوځي اډو څخه د جنګي الوتکو لېږدول او د هوايي سون توکو رسونې ته پناه وړل ښايي چې نور هېڅ ځمکنۍ اډه د امریکایي ځواکونو لپاره خوندي نه ده. واشنګټن د کمزورۍ پر لور روان دی او د هر ډول دوامدارې جګړه‌پالنې پایله به یوازې د سنتکام پر زیانمن جوړښت لا سخت ګوزارونه وي.

خو د دې مقابلې تر ټولو مهم پیغام ښايي د دښمن د اصلي څېرې څرګندېدل وي. په داسې حال کې چې د امریکا حکومت د بشري حقونو او ازادۍ دعوه کوي، د هغه لوړپوړي سلاکاران په ښکاره توګه د ایران د وېش او کورنۍ جګړې د رامنځته کولو خبرې کوي. دغه ښکاره تضاد د امریکا د واکمنۍ غوښتونکو سیاستونو حقیقت لا روښانه کوي او د ملي یووالي او هوښیارۍ اړتیا نوره هم زیاتوي.

د مخنیوي حسابونه بدل سوي دي او له دې وروسته د ایران پر خاوره یا شتمنیو هر ډول برید به د دښمن د ستراتیژیکو اډو د له منځه وړلو په ځواب سره مخامخ سي. اوس د دې خاورې د زړورو خلکو غږ په جګړه‌ییزو ډګرونو او ښارونو کې د یوه نوي پړاو نښه بلل کېږي؛ هغه ځای چې د «ووهه، ځکه ښه وهې!» شعار به په تاریخ کې د یوې تلپاتې کیسې په توګه پاتې سي. هغه ولس چې د زور او زورواکۍ پر وړاندې سر نه ټیټوي او د امام حسین (ع) له مکتبه یې مقاومت زده کړی دی.
ایران به د الهي ارادې او د خپلو قوماندانانو د تدبیر په تکیه، په دې ستر تاریخي ازموینه کې بریالی له ډګره ووځي.

لیکوال: م. کهریزنوي

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x