څنګه د اسراییلو بقا د امریکا پوځي غرور تر خپل ولکې لاندې راوست

د وال سټریټ ژورنال افشا سوی راپور، چي په منځني ختیځ کې د امریکا د پنځوس زره پوځیانو تاریخي کمزوري د ایران د اسلامي جمهوریت د نامتقارنو جګړه‌ییزو تګلارو پر وړاندې څرګندوي، د واشنګټن د «نه ماتېدونکي ځواک» وهم له منځه یووړ. په همدې مهال، د کاتو مؤسسې د ډاګ باندو شننه ښايي چي نتانیاهو د «چټکې بریا» په غولوونکو ژمنو سره ټرمپ داسې جګړې ته ور دننه کړ چي نه یوازي یې د امریکا اعتبار زیانمن کړ، بلکې د واشنګټن او تل‌ابیب تر منځ یې په ستراتیژیکو اړیکو کې ژور واټن هم رامنځته کړ.
رأی مثبت سنای آمریکا به قطعنامه محدودیت اختیارات جنگی ترامپ

د وال سټریټ ژورنال افشا سوی راپور، چي په منځني ختیځ کې د امریکا د پنځوس زره پوځیانو تاریخي کمزوري د ایران د اسلامي جمهوریت د نامتقارنو جګړه‌ییزو تګلارو پر وړاندې څرګندوي، د واشنګټن د «نه ماتېدونکي ځواک» وهم له منځه یووړ. په همدې مهال، د کاتو مؤسسې د ډاګ باندو شننه ښايي چي نتانیاهو د «چټکې بریا» په غولوونکو ژمنو سره ټرمپ داسې جګړې ته ور دننه کړ چي نه یوازي یې د امریکا اعتبار زیانمن کړ، بلکې د واشنګټن او تل‌ابیب تر منځ یې په ستراتیژیکو اړیکو کې ژور واټن هم رامنځته کړ.

په دې منځ کې، د اسراییلو د مالیې وزیر سموتریچ سوړ او حساب سوی دریځ یو ترخ حقیقت څرګندوي: د ماشومانو وژونکي صهیونیستي رژیم بقا تر هر ډول انساني ارزښتونو او ستراتیژیکو ملګرتیاوو اړینه بلل کېږي، او هغوی د خپلو پراختیا غوښتونکو موخو د پرمخ وړلو لپاره د امریکايي او ایراني پوځیانو د مرګ‌ژوبلې ننداره کوي.

منځنی ختیځ په وروستیو اوونیو کې د داسې بدلونونو شاهد دی چي د څو لسیزو د ځواک توازن یې له ننګونو سره مخ کړی دی. د وال سټریټ ژورنال نوی راپور، چي پر ځمکنیو واقعیتونو ولاړ دی، په سیمه کې د امریکايي ځواکونو له سخت حالت څخه بې پردې انځور وړاندې کوي. دا راپور، د کاتو مؤسسې د شننو ترڅنګ، چي د ټرمپ او نتانیاهو تر منځ د اړیکو د درز په اړه دي، او د اسراییلو د مالیې وزیر بټسلئیل سموتریچ فرصت‌غوښتونکي خبرې، چي ویلي یې دي: «اسراییل له ایران سره د امریکا په جګړه کې د ګډون هېڅ لېوالتیا نه لري او اوسنی حالت زموږ لپاره تر ټولو غوره حالت دی»، څرګندوي چي لوېدیځ ـ صهیونیستي ائتلاف د ناسمو محاسبو او ستراتیژیکو دوکو په یوه ژور کړکېچ کې راګیر سوی دی. ایران د تاکتیکي ځیرکتیا او نامتقارنې جګړې پر بنسټ نه یوازي د بریا وسیلې په لاس کې لري، بلکې دا یې هم وښودله چي د «امریکايي ډال» دوره پای ته رسېدلې ده.

وال سټریټ ژورنال په هغه راپور کې چي د جګړې پټې برخې څرګندوي، منلې ده چي په منځني ختیځ کې نږدې پنځوس زره امریکايي پوځیان په عملي توګه له زیان منونکي او بحراني حالت سره مخ دي. په دې راپور کې ټینګار سوی چي د امریکا پرمختللي او ډېر لګښتي دفاعي سیستمونه د ایران د ارزانه توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د بریدونو پر وړاندې لازم اغېز نه لري او د واشنګټن امنیتي چتر یې له ننګونو سره مخ کړی دی.

دا افشا کېدنه یوازې یو تاکتیکي ماتې نه ده، بلکې یوه ستراتیژیک ناورین دی. ایران د «نامتقارنې جګړې» له تګلارې سره وښودله چي اړتیا نه لري د امریکا له هوايي برلاسۍ سره مخامخ جګړه وکړي، بلکې د دښمن د کمزوریو په نښه کولو سره د جګړې اقتصاد د خپل ځان په ګټه بدلولای سي. د امریکا د دوو پرمختللو جنګي الوتکو F-15E او A-10 نسکورېدل، سره له دې چي زرګونه جنګي الوتنې ترسره سوي وې، وښودله چي د ایران هوايي دفاعي ځواک نه یوازي له منځه نه دی تللی، بلکې په ځیرکتیا سره د دښمن تر ټولو قیمتي هوايي وسایل په نښه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانی کارپوه الن ایر په څرګندو ټکو وایي: «دا ښايي چي ایران کولای سي پرته له دې چي ریښتینې بریا ترلاسه کړي، بریالی واوسي. هغه امریکايي روایت چي وایي “موږ هر څه تر خپل واک لاندې لرو”، اوس تر پوښتنې لاندې راغلی دی.»

په دې کړکېچ کې، د کاتو مؤسسې لوړپوړي څېړونکي ډاګ باندو په خپله ژوره شننه کې یوه ستراتیژیکه دوکه څرګنده کړې ده. د باندو په وینا، ډونالډ ټرمپ داسې احساس کوي چي بنیامین نتانیاهو هغه تېر ایستلی دی. په ایران کې د «چټکې بریا» او «د نظام د بدلون» ژمنې نه یوازي عملي نه سوې، بلکې جګړه یې پر داسې کړکېچ بدله کړه چي د سپینې ماڼۍ پر اوږو یې درانه سیاسي او پوځي لګښتونه واچول.

ټرمپ چي فکر یې کاوه دا جګړه به د هغه لپاره یو سیاسي لاسته راوړنه وي، اوس په پېچلو حسابونو او ستونزو کې راګیر سوی دی. د جمهوري غوښتونکو د محبوبیت د کمېدو اندېښنه او په راتلونکو ټاکنو کې د کانګرس د له لاسه ورکولو احتمال، د هغه لپاره د خطر زنګ وهلی دی. باندو ټینګار کوي چي د ټرمپ سیاسي د بقا غریزه ښايي هغه دې ته وهڅوي چي له دې کړکېچه د ژر وتلو لپاره لاره ولټوي، که څه هم شخصي غرور یې ښايي هغه د شخړې د لا خطرناکې پراختیا پر لور بوځي. دا درز څرګندوي چي نتانیاهو د خپل واک د بقا لپاره خپل نږدې متحد د ناسمو او غیرواقعي روایتونو په وسیله د یوې وسیلې په توګه کارولی دی.


کېدای سي د اوسني حالت تر ټولو تریخ اړخ د اسراییلو د مالیې وزیر بټسلئیل سموتریچ څرګندونې وي. هغه په سوړ او حساب سوي دریځ کې اعلان وکړ چي تل‌ابیب نه غواړي د امریکا په پوځي عملیاتو کې په مستقیم ډول ګډون وکړي او د امریکا او ایران تر منځ د روانې مقابلې دوام د اسراییلو لپاره «تر ټولو غوره حالت» ګڼي.

دغه څرګندونې د «ستراتیژیکې ملګرتیا» بنسټ تر پوښتنې لاندې راولي. اسراییل د دې جګړې هرکلی کړی او د امریکا پوځي ځواکونه یې د ایران پر وړاندې د خپل ځان لپاره د انساني ډال په توګه کارولي دي. هغوی په ډېرې بې‌پروايۍ ګوري چي پنځوس زره امریکايي پوځیان د توغندیو د بریدونو له ګواښ سره مخ دي او له دې حالت څخه د ایران د اټومي او توغندیزو وړتیاوو د کمزوري کولو لپاره ګټه اخلي، پرته له دې چي د انساني زیانونو په اړه جدي اندېښنه ولري. دا چلند نه یوازي په نړیوال سیاست کې د بې‌اخلاقۍ څرګندونه کوي، بلکې دا هم ښايي چي تل‌ابیب د «ستر اسراییل» د خوب د پوره کولو لپاره حتی د خپل ستراتیژیک متحد له زیانمنېدو څخه هم ډډه نه کوي.

د دې حالت پر وړاندې، د ایران اسلامي جمهوریت ښودلې ده چي په ستړې کوونکې او نامتقارنه جګړه کې د پام وړ وړتیا لري او کولای سي د جګړې لګښتونه د مقابل لوري لپاره تر سیاسي او اقتصادي ماتېدو پورې لوړ کړي. دا تاکتیکي بریا د سیمې عربي هېوادونو ته یو روښانه پیغام لري: پر امریکا تکیه کول یوه ستراتیژیکه تېروتنه ده. عربي حکومتونه باید د امنیت نوې جوړښت د سیمې دننه د همکاریو او متقابل درناوي پر بنسټ رامنځته کړي او پوه سي چي «امریکايي ډال» نه یوازي مات سوی، بلکې د اسراییلو د دوکو په یوه ژور کړکېچ کې هم بند پاتې سوی دی.

منځنی ختیځ د یوې نوي دورې پر درشل ولاړ دی؛ داسې دوره چي په هغه کې «امریکا نور مطلق ځواک نه دی، بلکې هغه لوبغاړی دی چي په داسې ډګر کې لوبه کوي چې اصول یې سیمه‌ییز سیالان ټاکي.» راپورونه او شننې د یوه ستر ځواک انځور وړاندې کوي چي د پوځي غرور او د یوه فرصت‌غوښتونکي متحد د درواغجنو ژمنو په دام کې راګیر سوی دی. له یوې خوا، ایران د ستراتیژیک زغم او تاکتیکي ځیرکتیا په وسیله داسې برلاسی لري چي هر ډول بهرنی خطرناکه هڅه په جبري شاتګ بدلولای سي. له بلې خوا، مقابل لوری د باور او همغږۍ له ماتېدو سره مخ دی.

د دې ورځو ستر درس د سیمې د مشرانو لپاره دا دی چي تلپاتې امنیت له بهر څخه نه راوړل کېږي؛ بلکې د نويو واقعیتونو په درک، پر خپلو کورنیو وړتیاوو په تکیه او د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاریو له لارې رامنځته کېږي. اسراییلو حتی د خپل اصلي متحد په وړاندې په خیانت سره وښودله چي د خپل بقا لپاره له هېڅ ډول دوکې او خیانت څخه ډډه نه کوي؛ خو باید پوه سي چي تاریخ دوکه کوونکي کسان د واک په ماڼیو کې نه، بلکې د هېرېدو په کثافاتو کې ښخوي. امریکا هم باید ومني چي د «غُرېدونکي زمري» دوره پای ته رسېدلې ده. که د دې کړکېچ څخه د وتلو لاره ونه لټوي، باید ځان د هغه واقعیت منلو ته چمتو کړي چي په نوي نړیوال نظم کې به نور لومړی ځواک نه، بلکې یوازې یو عادي لوبغاړی ګڼل کېږي.

لیکوال: ډاکټر محمدي

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x