د عربو واکمنان؛ د ګاونډیتوب په جامه کې د جنایت ملګري

نن به د تاریخ ویښ وجدان د بحرین، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن او قطر د واکمنانو نومونه د صدر اسلام د خاینانو لکه ابوسفیان او یزید تر څنګ ثبت کړي. د قیامت په ورځ به د دغو سیمو اولادونه له هغوی پوښتنه وکړي چې ولې مو له لوی شیطان امریکا او د قدس له غاصبانو اسرائیلو سره د دوستۍ لاس ورکړ او ولې مو د خپل مسلمان ګاونډي امنیت له ګواښ سره مخ کړ؟
رأی مثبت سنای آمریکا به قطعنامه محدودیت اختیارات جنگی ترامپ

نن به د تاریخ ویښ وجدان د بحرین، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن او قطر د واکمنانو نومونه د صدر اسلام د خاینانو لکه ابوسفیان او یزید تر څنګ ثبت کړي. د قیامت په ورځ به د دغو سیمو اولادونه له هغوی پوښتنه وکړي چې ولې مو له لوی شیطان امریکا او د قدس له غاصبانو اسرائیلو سره د دوستۍ لاس ورکړ او ولې مو د خپل مسلمان ګاونډي امنیت له ګواښ سره مخ کړ؟

د سیمې د وروستیو پوځي بدلونونو پر بنسټ، دا لیکنه په عربي هېوادونو کې د امریکا د پوځي اډو رول او له واشنګټن او تل‌ابیب سره د دغو هېوادونو د پټو او ښکاره همکاريو ارزونه کوي، چې د ایران او فلسطین د خلکو پر ضد کړنو کې ورسره ملګري بلل کېږي. په داسې حال کې چې د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو د «نصر ۲» عملیاتو له لارې د امریکا پر یرغلګرو ځواکونو درانه ګوزارونه کړي او پرمختللي دفاعي سیسټمونه لکه «تاد» او «پاتریوت» یې له منځه وړي، عربي واکمنانو په غزه کې د وژنو پر وړاندې په چوپتیا او د امریکا د پوځي اډو په کوربه‌توب، نه یوازې د اسلام او بشریت له ارزښتونو څخه مخ اړولی، بلکې د خپلو هېوادونو او سیمې امنیت او راتلونکی یې هم له خطر سره مخ کړی دی.

د تاریخ تر ټولو ستر جنایتکار هېڅکله د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره یوازې کار نه سي کولای، بلکې تل مرستندویان او ملګري لري. نن ورځ په لوېدیځه اسیا کې د ډېرو هغو عربو مدعیانو اصلي څېرې څرګندې سوي دي. په داسې حال کې چې د اسرائیلو رژیم په غزه کې داسې جنایتونه ترسره کوي چې د بشریت وجدان لړزوي، او په داسې حال کې چې امریکایي الوتکې د عربي هېوادونو له منځنیو پوځي اډو څخه د ایران پر بنسټونو او د میناب د ماشومانو پر ښوونیز مرکزونو بریدونه کوي، هغه واکمنان چې د اسلامي نړۍ د مشرتابه دعوه لري، په یوه شرموونکې او د خیانت ډکه چوپتیا کې ننداره کوي.

د قطر، بحرین، سعودي عربستان، اردن او اماراتو د واکمنانو دوه‌ګونی دریځ اوس ټولو ته څرګند سوی دی؛ هماغه کسان چې د خپلو هېوادونو دروازې یې د امریکا پوځي اډو ته پرانیستې او د غزې د ماشومانو د وژنې پر وړاندې یې مرګونې چوپتیا غوره کړې، د اسلامي نړۍ په معاصر تاریخ کې یې ستر خیانت کړی دی. دا خیانت د فلسطین له ارمان، د اسلامي ایران له امنیت او د مسلمانانو د یووالي او عزت له ارزښتمن میراث سره تړاو لري.

وروستي راپورونه ښايي چې د ایران اسلامي انقلاب ساتونکو ځواکونو د «نصر ۲» په نوم یوه ځانګړي عملیاتو کې توانېدلي چې په سیمه کې د امریکا د پوځ پر دفاعي سیستمونو او پرمختللو تجهیزاتو درانه ګوزارونه وکړي . د امریکا د توغندیو د دفاعي سیستم «تاد»، د «پاتریوت» سیستم او د C-RAM رادار له منځه وړل په اردن کې د امریکا په اډه کې، همدارنګه د کویټ د علي السالم په اډه کې اور لګېدنه او د مهماتو د زېرمو او د چورلکو د تم ځایونو ویجاړېدل، دا څرګندوي چې په سیمه کې د ځواک توازن په بنسټیز ډول بدل سوی دی.دغو بریدونو ته د امریکا د پرله‌پسې تېریو او د ایران پر خاوره د بریدونو او د میناب د بې‌ګناه زده‌کوونکو د وژل کېدو په ځواب کې د ترسره کېدو په سترګه کتل کېږي. دغه عملیاتو د امریکا پر راداري او دفاعي سیستمونو «توره شپه» راوستې او دا یې وښودله چې د امریکا د پوځي اډو کوربه‌توب یوازې امنیت نه راولي، بلکې د کوربه هېوادونو موجودیت هم له خطر سره مخ کولای سي.

په غزه کې نسل وژنه؛ د جوړجاړي کوونکو مرګونې چوپتیا

حماس خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه، عربي هېوادونه او د فلسطین خودمختاره اداره په غزه کې د «نسل وژنې جګړې» پر وړاندې چوپه پاتې دي. په خان‌یونس کې یوه کوچنۍ انجلۍ د اسرائیلي جنګي الوتکو له خوا د بې‌ځایه سوو خلکو پر خېمو د برید له امله ووژل سوه، چې د ظلمونو لړۍ یې لا پسې زیاته کړه. خو پوښتنه دا ده چې ولې عربي هېوادونه د فلسطین د خلکو د ملاتړ پر ځای د دې وژنو پر وړاندې چوپ پاتې دي، او ځینې هېوادونه ان له دغه غاصب رژیم سره د اړیکو په عادي کولو سره جنایتکارانو ته سزا نه، بلکې امتیاز ورکوي؟

قرآن کریم د مائدې په سورت، ۵۱ آیت کې فرمایي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَىٰ أَوْلِيَاءَ ۘ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ ۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ ۗ إِنَّ اللَّـهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ» ، یعنی: «ای هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی! یهود او نصارا د خپلو دوستانو او تکیه‌ځایونو په توګه مه نیسئ؛ دوی یو د بل دوستان دي، او څوک چې له تاسې څخه هغوی خپل دوستان ونیسي، نو هغه له هغوی څخه دی. بېشکه الله د ظالمانو قوم ته لارښوونه نه کوي.» دا آیت د هغو عربي حکومتونو د غندنې لپاره کارول سوی چې له اسرائیلو او امریکا سره پټې او ښکاره اړیکې لري؛ ځکه د اسلام دښمنانو سره دوستي کول د هغوی په ډله کې د شاملېدو په معنا ګڼل کېږي.


د ګاونډیانو خیانت؛ د ایران پر ضد د برید لپاره د اشغالګرو کوربه‌توب

قطر، بحرین، سعودي عربستان، اردن او متحده عربي اماراتو امریکا ته د پوځي اډو د جوړولو اجازه ورکړې ده؛ لکه په قطر کې د «العدید» هوايي اډه، په سعودي عربستان کې د «شهزاده سلطان» اډه، او په کویټ او بحرین کې ګڼې نورې اډې. دغو اډو امریکا ته دا زمینه برابره کړې چې د ایران پر ضد پوځي عملیات ترسره کړي. دغه ځایونه د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام)، د پنځمې بېړۍ د قوماندانۍ او د F-35 او F-22 جنګي الوتکو د ځای پر ځای کېدو مرکزونه دي، چې له همدې ځایونو څخه د ایران پر بنسټونو او استوګنیزو سیمو بریدونه کېږي.

د دغو هېوادونو دا ډول کوربه‌توب نه یوازې د ایران د حاکمیت او د سیمې د امنیت ښکاره سرغړونه بلل کېږي، بلکې د نړیوالو قوانینو او اسلامي ارزښتونو له مخې هم سخت غندل کېږي. دغه حکومتونه چې د ایران ګاونډیان دي، د خپل ګاونډي امنیت ته یې زیان رسولی او د خپلو هېوادونو دروازې یې د ایران او سیمې د دښمنانو پر مخ پرانیستې دي، چې دا کار د تاریخ له سترو خیانتونو څخه بلل سوی دی. دغو عربي هېوادونو دښمن د خپل ګاونډي تر څنګ راوستی او د ایران د وژل سویو بې‌ګناه ماشومانو د وینې مسؤلیت یې پر ځان اړولی دی.

دغه هېوادونه باید پوه سي چې پر امریکا او اسرائیلو تکیه کول به ورته پرته له سپکاوي او کمزورۍ بل څه ور نه کړي. په لوېدیځه اسیا کې حالت بدل سوی دی. یمن د باب‌المندب په سمندري لاره کې د سعودي عربستان د سمندري بندیزونو له لارې وښوده چې د مقاومت ځواک کولای سي د سیمې پوځي او سیاسي معادلې بدلې کړي. د تېلو بیې لوړې سوي او د سعودي بېړۍ خپلې لارې بدلولو ته اړې سوي دي. همدارنګه د ایران د ځواکونو وروستیو بریدونو پر امریکايي اډو وښوده چې د دغو هېوادونو امنیت د ایران پر ضد د هغوی د دښمنانه سیاستونو له امله له ګواښ سره تړلی دی. اردن، کویټ او بحرین د وروستیو بریدونو له امله دروند زیان لیدلی او پوځي او ملکي بنسټونه یې د هغې جګړې له اور سره مخ سوي چې خپله یې د بلېدو زمینه برابره کړې وه.

نن د تاریخ ویښ وجدان به د بحرین، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، اردن او قطر د واکمنانو نومونه د صدر اسلام د خاینانو لکه ابوسفیان او یزید تر څنګ ثبت کړي. د قیامت په ورځ به د دغو سیمو اولادونه له خپلو واکمنانو پوښتنه وکړي چې ولې مو له لوی شیطان امریکا او د قدس له غاصبانو اسرائیلو سره د دوستۍ لاس ورکړ؟ ولې مو د خپل مسلمان ګاونډي امنیت له ګواښ سره مخ کړ؟ ستاسې د فلسطین پر وړاندې خیانت به تاسې د الله د دښمنانو په ډله کې ودروي، او له امریکا سره تړاو به مو عزت او درناوی د ذلت پر لور بوځي. راتلونکی به د هغو ملتونو وي چې د مقاومت او عزت تر بیرغ لاندې راټول سوي دي، او پایله به د هغو کسانو په برخه وي چې د ظلم پر وړاندې چوپ پاتې سوي او خیانت یې کړی دی.

الله تعالی د شعراء سورت په ۲۲۷ آیت کې فرمایي: «وَسَوْفَ يَعْلَمُ الَّذِينَ ظَلَمُوا أَيَّ مُنقَلَبٍ يَنقَلِبُونَ» ، یعنی: «او ډېر ژر به ظالمان پوه سي چې کوم ځای ته به بېرته ورګرځي.»

لیکوال: ډاکټر محمدي

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x