د افغانستان د واليبال ملي لوبډله د پاکستان د دښمنانه سیاست قرباني سوه

پاکستان مانع حضور تیم ملی والیبال افغانستان در رقابت‌های آسیای مرکزی شد

د افغانستان د واليبال فدراسیون اعلان کړی دی چي د پاکستان له لوري د ملي لوبډلي غړو ته د ویزو د نه ورکولو له امله، د افغانستان ملي لوبډله د منځنۍ اسیا د سیمې له سیالیو بې‌برخې سوه او پر ځای یې د ازبکستان لوبډله ګډون ته وبلل سوه. د پاکستان دغه کړنه د افغانستان په چارو کې د هغه هېواد د امنیتي او سیاسي لاسوهنو د اوږدې لړۍ یوه بله کړۍ بلل کېږي. هغه لړۍ چي د پنځو لسیزو ترهګرۍ پالنه یې نن د «ورزشي بندیز» بڼه خپله کړې او پاکستان یې له اخلاقي، حقوقي او دیني پلوه له ژور تناقض سره مخ کړی دی.

ورزش د دوستۍ پُل او د ملتونو د یووالي د څرګندولو ښه فرصت دی. خو کله چي یو هېواد د سیمه‌ییزو سیالیو کوربه وي او خپل ګاونډي هېواد ته د ویزې ورکولو مخه ونیسي، نو بیا د «المپیک د روحیې» خبره نه وي، بلکې دا د دښمنانه سیاست څرګندونه وي چي د یوه اداري پرېکړې په بڼه راڅرګند سوی وي. د رسنیو د راپورونو له مخې، د افغانستان د واليبال ملي لوبډلي، سره له دې چي د پاکستان د واليبال فدراسیون رسمي بلنه یې ترلاسه کړې وه، څو میاشتي تمرینونه وکړل، خو د سفر په درشل کې د ویزې له تړلې دروازې سره مخامخ سوه. نه یوازي افغانستان له سیالیو محروم سو، بلکې د هغه پر ځای د ازبکستان لوبډله ګډون ته ومنل سوه؛ هغه بدلون چي د ورزشي عدالت او د ګاونډیتوب د چلند په اړه لا ډېرې پوښتنې راولاړوي.

د منځنۍ اسیا د سیمې د واليبال سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د جولای په ۲۲مه نېټه په اسلام‌اباد کې د قزاقستان، پاکستان، بنګله‌دېش، سریلانکا، ازبکستان او نیپال د لوبډلو په ګډون پیل سي. افغانستان، چي تېر کال د دغو سیالیو دوهم مقام ګټلی و، سږ کال له ګډون څخه بې‌برخې سو.د افغانستان د واليبال فدراسیون مرستیال د پاکستان دغه پرېکړه ناهیلوونکې وبلله، او د ملي لوبډلي روزونکي دا کار «په ورزش کې د سیاست لاسوهنه» او د المپیک د اصولو خلاف عمل وباله. خو حقیقت دا دی چي د دې اداري «نه» تر شا د امنیتي او سیاسي کړکېچونو اوږد تاریخ پروت دی؛ هغه کړکېچ چي پاکستان اوس د واليبال ډګر ته هم راکش کړې دی.

د پاکستان استخباراتو، چي له پنځو لسیزو راهیسې یې د مجاهدینو تر څنګ بېلابېلې ترهګرې ډلې هم په افغانستان کې روزلي دي، خپل تاریخ یې د افغانستان د خلکو په وینو لیکلی دی. هغه پاکستان، چي د جمهوریت د شلو کلونو په موده کې یې د خپلو روزل سویو ترهګرو په وسیله هره اوونۍ د ودونو تالارونه، مسجدونه، ښوونځي او د زېږون روغتونونه د ځانمرګو بریدونو او چاودنو نښه ګرځول، اوس د افغانستان د واليبال د ملي لوبډلي له ګډون څخه وېره لري؟

پاکستان، چي لشکر طیبه، حقاني شبکه، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او نورې ترهګرې ډلې یې په خپلو استخباراتي بودجو سمبالولې او د پاکستان او افغانستان شیعه‌ګان یې په نښه کول، همدارنګه یې د ګلبدین حکمتیار حزب، ټی ټی پی ، طالبانو او نورو وسلوالو ډلو ته وسلې او ملاتړ ورکاوه، څو د جمهوریت په شلو کلونو کې د افغانستان د خلکو او امنیتي ځواکونو وینه توی کړي، نن د افغانستان ورزشکاران په همدې ډول سزا ور کوي.

د افغانستان خلک لا هم هغه ځانمرګي بریدګر نه دي هېر کړي، چي د پاکستان استخباراتو به روزل او د جمهوریت پر مهال به یې افغانستان ته د وینو تویولو لپاره استول. پاکستان د لوېدیځو وسلو په مټ افراطي ډلې وسلوالې کړې، څو د افغانستان ثبات ګډوډ کړي. خو نن هماغه د پاکستان روزلي ترهګر د افغانستان په خاوره کې پناه اخیستې او له همدې ځایه پر پاکستان بریدونه کوي. دا د پاکستان د خپلو کړنو پایله ده، خو هغوی د خپلې تېروتنې د سمولو پر ځای، خپله غچ د افغانستان له واليبال ملي لوبډلې اخلي.

اسلام د ګاونډي لپاره ستر حق ټاکلی دی. رسول الله ﷺ فرمایلي دي: «جبرئیل به دومره د ګاونډي د حق سپارښتنه راته کوله، چي ما ګومان وکړ، ګاونډی به د ګاونډي وارث وګرځي.»

پاکستان، چي ځان اسلامي هېواد بولي، د ګاونډیتوب دغه حق تر پښو لاندي کړی دی.


د بشري حقونو له نظره هم ورزش د هر انسان حق دی، او د یوې ملي لوبډلې د سفر مخنیوی یو غیرانساني چلند او د یوه ملت سپکاوی ګڼل کېږي. نړیوالو بنسټونو په خپلو راپورونو کې څو ځله د افغانستان له وګړو سره د پاکستان چلند د بشري مسئلو سیاسي کول بللی دی. دا ځل د همدې سیاست قربانیان هغه ځوانان دي، چي یوازینۍ هیله یې د واليبال په ډګر کې د خپل استعداد څرګندول وو.

د طالبانو او پاکستان تر منځ ترینګلې سیاسي او امنیتي اړیکې، چي تر پوځي نښتو هم رسېدلي دي، د دې پرېکړې اصلي لامل بلل کېږي. پاکستان غواړي د دې کار په وسیله پر کابل فشار واچوي، خو د دې ځواک‌لوبې اصلي قربانیان هغه ورزشکاران دي، چي له سیاست سره هېڅ تړاو نه لري. د یادولو وړ ده چي تېر کال هم د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته په وروستیو شېبو کې ویزې ورکړل سوې، څو لوبغاړي ستړي او د ځمکنۍ لارې له لاري سیالیو ته ورسېږي. خو سږ کال حتی هغه «وروستۍ شېبې» هم تکرار نه سوې.

د پاکستان د رسنیو ځینو شنونکو هم دغه پرېکړه سیاسي بللې ده، خو د هغه هېواد چارواکو د دې موضوع په اړه هېڅ ځواب نه دی ورکړی. رسنیو هم په کابل کې د پاکستان له سفارته د وضاحت غوښتنه کړې، خو کوم ځواب یې نه دی ترلاسه کړی؛ همدغه چوپتیا خپله د دې چلند د ناسم والي څرګند ثبوت ګڼل کېږي.

پاکستان داسې انګیري چي د ویزې د نه ورکولو له لارې یې افغانستان ته زیان رسولی دی، خو له دې څخه ناخبره دی چي همدې کړنې نړۍ ته د هغه د اخلاقي کمزورۍ او له اسلامي او انساني ارزښتونو څخه د واټن انځور ښکاره کړ. تاریخ به د پاکستان د نن ورځې دغه چلند د ترهګرۍ د پالنې ترڅنګ ثبت کړي. همدا پاکستان و چي د کلونو په اوږدو کې یې د مرګ ډلې افغانستان ته رالېږلې، او نن چي هماغه ترهګري بېرته د دوی خپل کور ته ورګرځېدلې ده، داسې چلند کوي لکه ګواکي افغانستان خطرناک وي؛ حال دا چي تر ټولو لوی خطر د دوی خپلې تګلارې دي.

د افغانستان د واليبال ملي لوبډله د سیالۍ په ډګر کې نه، بلکې د یوې سیاسي لوبې قرباني سوه. خو د بشریت وجدان، اسلامي وجدان او د المپیک اصول نن د همدې قربانیانو تر څنګ ولاړ دي. هیله ده چي دغه بې‌برخېتوب د نړۍ د ورزشي ټولنې د راویښېدو پیل وګرځي، څو نور هېڅ هېواد ونه‌سي کولای ورزش د غچ او سیاسي فشار د وسیلې په توګه وکاروي.

که المپیک د سولې او دوستۍ پیغام رسوونکی دی، نو بیا ولې د دغه دښمنانه چلند پر وړاندې چوپ پاتې دی؟ ایا د افغانستان ورزشکاران هم د درناوي او ګډون وړ نه دي؟

وخت تر ټولو عادل قاضي دی؛ هغه ورځ به هم راورسيږي چي پاکستان به د تاریخ په وړاندې د خپل ګاونډي هېواد پر وړاندې د دغو پرله‌پسې «نه» ځواب ورکوي.

لیکوال: ز. نظري

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x