ذبیح الله مجاهد، د طالبانو ویاند، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار هغو څرګندونو ته په غبرګون کي، چي په افغانستان کي یې د «ترهګرو» ډلو د شتون خبره کړې وه، وویل اسلاماباد باید خپلې کورنۍ امنیتي ستونزې طالبانو ته منسوبې نه کړي. هغه ادعا وکړه چي په پاکستان کي ناامني څوکلنې ریښې لري او د طالبانو له واکمنۍ سره هیڅ تړاو نه لري.
دغه څرګندونې وروسته له هغه مطرح سوې چي اسحاق دار د شانګهای د همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کي له غړو هېوادونو وغوښتل چي طالبان د «ترهګرۍ» پر ضد د خپلو ژمنو پلي کولو او په افغانستان کي د وسلوالو ډلو د پټنځایونو له منځه وړلو ته اړ کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، له افغانستانه راولاړ امنیتي ګواښونه لا هم د اسلاماباد پر وړاندي له تر ټولو جدي ستونزو څخه دي، او له طالبانو یې وغوښتل چي د افغانستان په خاوره کي د «ترهګرو» ډلو د فعالیت مخه ونیسي.
ذبیح الله مجاهد د اسد په دویمي، د جمعې په ورځ، د دغو څرګندونو په ځواب کي ټینګار وکړ چي طالبان پر خپلې هغې ژمنې ولاړ دي چي د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي، او اجازه به ور نه کړي چي د افغانستان له خاورې څخه د هېڅ هېواد پر ضد کار واخیستل سي.
د طالبانو ویاند یو ځل بیا په افغانستان کي د هر ډول ترهګرې ډلې شتون رد کړ.
طالبانو واک ته له بیا رسېدو راهیسي تل د پاکستان هغه تورونه رد کړي دي چي ګواکي وسلوالي ډلې د افغانستان په خاوره کي حضور او فعالیت لري، او ټینګار یې کړی دی چي د افغانستان له خاورې څخه به د نورو هېوادونو پر ضد د کار اخیستلو اجازه ور نه کړي.
په داسي حال کې ، بېلابېلو نړیوالو ادارو او سازمانونو په خپلو راپورونو کي په افغانستان کي د وسلوالو او سختدريځو ډلو د شتون او فعالیت خبر ورکړی او د هغو له امله د راولاړېدونکو ګواښونو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.




