طالبانو اعلان کړی دی چې د فراه ولايت د شيخ ابونصر فراهی په بندر کې يوه لويه اورلګېدنه د ايران په (پر وخت ) همکارۍ سره کنټرول سوه.
سيمهایزو سرچينو رسنيو ته د ويډيوګانو په لېږلو سره راپور ورکړی دی چې دا اورلګېدنه د چهارشنبې د ورځې په ماښام رامنځته سوه، او په انځورونو کې د اور زورورې لمبې او د لوګي درنې ستنې په ښکاره ډول ليدل کېږي. په يوه ويډيو کې د يوه کس غږ اورېدل کېږي چې د اور د پراخېدو او نږدې وسايلو ته د هغې د رسېدو په اړه اندېښنه څرګندوي.
سره له دې چې پېښه پراخه وه، د طالبانو چارواکو تر اوسه د اورلګېدنې د لامل، د مالي زيانونو د اندازې او د انساني زيانونو د احتمال په اړه هېڅ جزئيات نه دي خپاره کړي.
د ابونصر فراهی بندر د افغانستان او ايران ترمنځ له مهمو سوداګريزو تېرېدنو څخه شمېرل کېږي؛ خو د افغانستان پولهایز بندرونه زياتره د اور وژلو د پرمختللو وسايلو له کمښت سره مخ دي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې تر دې وړاندې، په ۱۳۹۹ کال کې د هرات د اسلامقلعه بندر د هېواد له سترو اورلګېدنو څخه يوه تجربه کړې وه؛ هغه پېښه چې په ترڅ کې يې سلګونه ترانسپورتي وسايل وسوځېدل او په پای کې د ايران د اور وژنې ځواکونو په مرسته کنټرول سوه.




