د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست اعلان کړی چې د جمعې په ورځ، د اسد په ۲مه، د هېواد په ۱۷ ولایتونو کې، د کابل په ګډون، د سختو بارانونو، تندر او ناڅاپي سېلابونو د بهېدو امکان شتون لري.
د دغه ریاست د وړاندوینې له مخې، په بېلابېلو سیمو کې به د باران کچه له ۱۰ تر ۳۵ مليمتره پورې وي، چې ښایي په ځینو سیمو کې د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو او ناڅاپي سېلابونو د رامنځته کېدو لامل سي.
د هوا پېژندنې ریاست همدارنګه د هېواد په مرکزي، ختیځو، سوېل ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې د سختو بادونو د لګېدو د احتمال خبر هم ورکړی دی .
دغه ادارې له خلکو، په ځانګړي ډول د زیانمنو سیمو او سېلابخیزو لارو له اوسېدونکو غوښتي چې اړین احتیاطي تدابیر ونیسي او د مسؤلو ادارو خبرداریو ته جدي پاملرنه وکړي.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول سوی چې په وروستیو ورځو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو، په ځانګړي ډول ختیځو سیمو کې، سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو مرګژوبله او د پام وړ مالي زیانونه اړولي دي.




