د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د سېلاب ځپلو د ارزونې او مرستو رسولو د بهیر د پیل خبر ورکړ

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې له خپلو همکارانو سره په ګډه د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو سېلابونو د زیانمنو کسانو د بېړنیو اړتیاوو ارزونه کوي، څو د مرستو رسولو او له زیانمنو کورنیو سره د ملاتړ بهیر هر څومره ژر پیل سي؛ په داسې حال کې چې د دې پېښې له امله د مړینې او زیانونو شمېر لا هم د زیاتېدو په حال کې دی.
د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د سېلاب ځپلو د ارزونې او مرستو رسولو د بهیر د پیل خبر ورکړ

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) اعلان کړی چې له خپلو همکارانو سره په ګډه د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو سېلابونو د زیانمنو کسانو د بېړنیو اړتیاوو ارزونه کوي، څو د مرستو رسولو او د زیانمنو کورنیو د ملاتړ بهیر هر څومره ژر پیل کړي.

دغه د ملګرو ملتونو اړوند بنسټ په اېکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د افغانستان په ختیځ کې سختو او ناڅاپي سېلابونو، د ځاني زیانونو ترڅنګ، سیمه‌ییزو ټولنو ته پراخ زیانونه اړولي دي. د دغه راپور له مخې، یو شمېر کورونه ویجاړ سوي، د تګ راتګ لارې زیانمنې سوي او د مهمو بنسټیزو اسانتیاوو ځینې برخې له منځه تللي دي.

له دې وړاندې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم اعلان کړی وو چې د افغانستان په ختیځ کې سختو اورښتونو او ناڅاپي سېلابونو د یو شمېر هېوادوالو د مړینې، د ډېرو کورنیو د زیانمنېدو او د کورونو، کرنیزو ځمکو او بنسټیزو اسانتیاوو د ویجاړېدو لامل سوي دي.

په همدې وخت کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي نوي مرستیال برونو لمارکي، د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره ټینګار کړی چې د ملګرو ملتونو اړوند بشري بنسټونه د دې پېښې له زیانمنو کسانو سره مرستې او ملاتړ برابروي.

له بلې خوا، د طالبانو د حکومت د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې د سې شنبې په ورځ، د سرطان په ۳۰مه، اعلان وکړ چې په نورستان ولایت کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۲۳ کسانو ته رسېدلی دی. د دې ادارې د مرستیال ویاند په وینا، تر اوسه د ۱۵ کسانو مړي موندل سوي، له ۱۰۰ ډېر کسان لا هم نادرکه دي او لږ تر لږه ۸۰ کسان ټپیان سوي دي. نوموړي زیاته کړې چې د لټون او ژغورنې عملیات لا هم دوام لري.

د طالبانو چارواکو هم اعلان کړی چې د زیانونو ارزونه او د مرستو رسولو بهیر لا هم روان دی، له همدې امله د مړینې شمېر او د زیانونو کچه کېدای سي په راتلونکو ورځو کې بدلون ومومي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x