د تخار په بهارک کې د طالبانو ولسوال په یوه اوونۍ کې له دوو ښځو سره واده کړی

په تخار ولایت کې سیمه‌ييزې سرچینې ادعا کوي چې د بهارک ولسوالۍ د طالبانو ولسوال مولوي شمس‌الدین همایون په یوه اوونۍ کې له دوو ښځو سره واده کړی دی.
د تخار په بهارک کې د طالبانو ولسوال په یوه اوونۍ کې له دوو ښځو سره واده کړی

په تخار ولایت کې سیمه‌ييزې سرچینې ادعا کوي چې د بهارک ولسوالۍ د طالبانو ولسوال مولوي شمس‌الدین همایون په یوه اوونۍ کې له دوو ښځو سره واده کړی دی.

د دغو سرچینو په وینا، د هغه یوه نوې مېرمن د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ د کتک‌جر سیمې ۱۵ کلنه انجلۍ ده چې د قانوني عمر نه کمه ده، او بله مېرمن یې د درقد ولسوالۍ اوسېدونکې ده. د دې ادعاوو له مخې، مولوي شمس‌الدین اوس درې مېرمنې لري.

سرچینې وایي چې نوموړي تر دې وړاندې، له دې چې په بهارک ولسوالۍ کې د طالبانو د ولسوال په توګه وټاکل سي، د درقد ولسوالۍ د مسؤول په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

د طالبانو د دغه چارواکي له‌خوا د ۱۵ کلنې انجلۍ سره د واده ادعا په داسې حال کې مطرح سوې چې په افغانستان کې د کم عمره کسانو ودونه تل د بحث وړ موضوع پاتې سوې او د ماشومانو د حقونو د ملاتړ کوونکو بنسټونو له نیوکو سره مخامخ سوي ده.

د دې راپور خپرېدل په داسې وخت کې ترسره کېږي چې شاوخوا درې کاله وړاندې د طالبانو مشر د یوه فرمان له لارې د دې ډلې چارواکي د دویم، درېیم او څلورم واده له کولو منع کړي وو؛ خو سیمه‌ییزې سرچینې وایي چې دغه امر په عمل کې په پراخه کچه نه دی عملي سوی.

تر اوسه د طالبانو چارواکو د دې ادعاوو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی او دا راپور په خپلواکه توګه نه دی تایید سوی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x