په تخار ولایت کې سیمهييزې سرچینې وایي، چې ناپېژاندو وسلهوالو د سې شنبې په ماښام یو پخوانی پوځي د هغه په کور کې وژلی دی.
د سرچینو په وینا، دغه پخوانی پوځي «عبدالجبار احمدي» نومېده او له پنځو کلونو لیرې والي وروسته افغانستان ته راستون سوی وو. نوموړی د برید پر مهال په خپل کور کې او د ناروغۍ په بستر پروت وو.
سرچینې زیاتوي چي برید کوونکي د شپې پر مهال د هغه کور ته ننوتلي او نوموړی یې په ډزو وژلی دی. تر اوسه د پېښې د څرنګوالي، د بریدګرو د هویت او د وژنې د انګېزې په اړه نور جزییات نه دي خپاره سوي.
د طالبانو چارواکو هم تر دې دمه په تخار ولایت کې د دغه پخواني پوځي د وژل کېدو په اړه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.




