د طالبانو لهخوا د کابل ښاروالۍ د تنظیف څانګې د مرستیال په توګه د یوه مولوي ټاکنې په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې مولوي محمدخالد د تنظیف ریاست د تخنیکي مرستیال په توګه ټاکل سوی دی. خو دا پرېکړه په داسې حال کې اعلانېږي چې پر طالبانو نیوکه کوونکي تل په اداري ټاکنو کې د روڼتیا د نشتوالي او د مسلکي معیارونو د کمزوري کېدو په اړه نیوکې کړې دي.
د کابل ښاروالۍ په خبرپاڼه کې ویل سوي چې دغه ټاکنه د ښاروالۍ په وړاندیز او د طالبانو د ریاستالوزرا په منظورۍ ترسره سوې او مولوي محمدخالد په یوه رسمي غونډه کې د تنظیف ریاست کارکوونکو ته ور وپېژندل سو.
د کابل د ښاروالۍ چارواکو په دې غونډه کې دغه ټاکنه د «وړتیا» پر بنسټ بللې او ویلي یې دي چې نوی تخنیکي مرستیال د لوړو زدهکړو، کاري تجربې او ژمنتیا له امله کولای سي د ښاري خدمتونو په ښه کولو کې رول ولري.
خو ډېرو کاروونکو د هغه د انځور په بیا خپرولو سره د دغه طالب چارواکي پر ګډوډي او نامنظمې ظاهري بڼې نیوکې کړې دي.
ځینو کاروونکو په طنزي ډول لیکلي: «د تنظیف مرستیال خپله تر هر څه ډېر پاکوالي ته اړتیا لري.» یو شمېر نورو بیا د ښار د پاکوالي په برخه کې د هغه مسؤلیت ته په اشارې پر دغې ټاکنې ملنډې وهلې او لیکلي یې دي: «که د پلازمېنې د تنظیف مسؤل داسې بڼه ولري، نو د کابل د پاکوالي حالت به څنګه وي؟»
یو شمېر کاروونکو دغه ټاکنه د طالبانو د دولتي ادارو د مدیریت د طریقې یوه بېلګه بللې او ویلي یې دي چې په اداري دندو کې د بېتخصصه کسانو ګومارنه د کابل اعتبار او څېره په کور دننه او بهر زیانمنوي.
دغه غبرګونونه په داسې حال کې راپورته سوي چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې یو شمېر دیني عالمان او خپل نږدې کسان په اداري او خدماتي دندو، په ځانګړي ډول ښاروالیو کې، ګومارلي دي؛ هغه ټاکنې چې د مسلکي تخصص او وړتیا د نشتوالي له امله یې څو ځله نیوکې راپارولي دي.




