په پنجشیر کې د یوه پخواني پوځي مشکوکه مړینه.

د پنجشیر سیمه‌ایزو سرچینو ویلي دي چې د دغه ولایت د دره ولسوالۍ په عبدالله‌خیل دره کې د یوه پخواني پوځي ځړول شوی جسد موندل شوی دی.
پخوانی پوځي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې، د پنجشیر محلي سرچینې وايي چې د دره ولسوالۍ د عبدالله‌خیل درې په سیمه کې د یوه پخواني پوځي جسد ځړول شوی دی.
د دغه پخواني پوځي یوه نږدې سرچینه ویلي دي چې هغه «دادالرحمان» نومېده او د ملک‌خان زوی و.
د سرچینې په وینا، د دادالرحمان ځړول شوی جسد نن سهار، د جمعې په ورځ د عقرب په ۲۲مه، د هغه د کور په انګړ کې موندل شوی دی.
سرچینه وايي چې دادالرحمان په جمهوري نظام کې د امنیتي ځواکونو غړی و او د حکومت تر نسکورېدو مخکې یې په کندوز ولایت کې دنده ترسره کوله.
دغې سرچینې زیاته کړې ده چې نوموړی د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته بې‌کاره شو او له اقتصادي ستونزو سره مخ و.
د دې پخواني پوځي د مړینې لامل «ځان وژنه» او انګېزه یې «اقتصادي ستونزې» ښودل شوې ده.
طالبانو محلي چارواکو تر دې دمه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، په تېرو پنځو کلونو کې په منځني ډول هره اونۍ د افغانستان د پخوانیو پوځیانو د نیول کېدو، ورکېدو، مرموزو وژنو یا ځان وژنو راپورونه خپاره شوي دي. ملګري ملتونه هر کال د پخوانیو پوځیانو لسګونه دقانوني وژنې موارد تأییدوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x