په کابل کې د سراج‌الدین حقاني او د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر لیدنه

د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند ، په کابل کې ، د سراج‌الدین حقاني، د کورنیو چارو د وزارت وزیر، او د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر ، علیرضا بیکدلي ترمنځ د لیدنې خبر ورکړی دی.
په کابل کې د سراج‌الدین حقاني او د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر لیدنه

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې ؛ عبدالمتین قانع د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند اعلان کړی چې سراج‌الدین حقاني ، د کورنیو چارو د وزارت وزیر ، د ایران له سفیر علیرضا بیکدلي سره په کابل کې لیدلي او خبرې یې کړې دي.

 د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت د ویاند په وینا، په دې لیدنه کې دواړو لورو د دواړو ګاونډیو هېوادونو د یو شمېر ګډو مسایلو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړي دي.

په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت هم د سه‌شنبې په ورځ (د ثور په ۸مه) اعلان کړی چې په دې ناسته کې دواړو لورو د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه نظرونه تبادله کړي دي. همدارنګه د خبرو یوه برخه د ایران او افغانستان د دوه اړخیزو اړیکو ارزونې ته ځانګړې سوې وه.

خو سره له دې، د دې لیدنې د منځپانګې په اړه نور جزئیات نه دي خپاره سوي.

د ویلو وړ ده چې سراج‌الدین حقاني تېره ورځ هم په کابل کې د چین له سفیر سره لیدنه کړې وه.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x