د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ راکل ګارسیا هرمیـدا-وندروال، په اروپايي پارلمان کې د افغانستان د اړیکو د چارو د پلاوي مشرې، بروکسل ته د طالبانو د استازو د بلنې احتمال په کلکه غندلې او د د ښځو پر وړاندې ، ددې ډلې سیاستونه یې د جنسیتي تبعیضي نظام او د بشریت پر ضد د جرم په توګه توصیف کړي دي.
هغې وویل چې د طالبانو غړي باید د دې پر ځای چې په اروپايي ټولنې کې یې هرکلی وسي، ونیول سي او د حساب ورکولو لپاره د هاګ نړیوالې جزایي محکمې ته ولېږدول سي.
وندروال ټینګار وکړ چې اروپايي ټولنه طالبانو ته هېڅ ډول مشروعیت نه ورکوي او په اوسني وضعیت کې له دې ډلې سره د رسمي تعامل لپاره هېڅ زمینه شتون نه لري.
د هغې په وینا، اروپايي ټولنه له هېوادونو سره د تعامل لپاره پنځه اساسي معیارونه لري، خو د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې هېڅ یو له دغو معیارونو نه دی مراعات سوی.
هغې همداراز د اروپايي ټولنې د ځینو غړو هېوادونو له طالبانو سره د اړیکو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې باید د اروپايي ټولنې د رسمي دریځ او د ځینو غړو هېوادونو د خپلواکو سیاستونو ترمنځ توپیر وسي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې سوې چې آلمان په وروستیو میاشتو کې د برلین او بن په ښارونو کې د طالبانو استازي منلي او د افغان کډوالو د اخراج په برخه کې یې له دې ډلې سره همکاري کړې ده. تر دې وړاندې ناروې هم په اسلو کې د طالبانو د پلاوي کوربه توب کړی وو.




