عبدالحکیم حقاني، د طالبانو قاضيالقضات، د دوشنبې په ورځ، دلړم په ۲۵مه، په کابل پوهنتون کې په یوه ناسته کې وویل چې دا ډله به د نورو له خوا د هر ډول مداخلې اجازه نه ورکوي.
حقاني په دې ناسته کې چې د طالبانو مشر هبتالله آخندزاده د ملاتړ لپاره ترسره شوې وه، وویل: «موږ د هیچا مداخله نه منو او هېڅ ډول مداخله هم نشته.»
دا غونډه د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت له خوا ترسره شوې او د دغې ډلې پورې تړلو رسنیو هغه د طالبانو مشر د فرمانونو اغېزو د څېړنې په اړه علمي-څېړنیزه کنفرانس بللې ده. د دې ناستې مشري د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم پر غاړه لري.
د خپرې شوو معلوماتو له مخې، هغه ملايان چې طالبانو مشر ته نږدې دي، د بېلابېلو ولایتونو څخه په دې ناسته کې حاضر دي. طالبانو تر دې دمه د دې پروګرام د انځور اخیستنې او عکاسۍ اجازه نه ده ورکړې.
اړوند مطالب:




