د پاکستان پیغام طالبانو ته: امنیت، د سیمه‌ایزو همکاریو د پراخېدو شرط دی

محمد اسحاق دار، د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، په اسلام‌آباد کې د اقتصادي همکارۍ سازمان (اکو) د وزیرانو د شورا په ناسته کې له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان ګاونډیو هېوادونو د امنیتي اندېښنو د حل لپاره اقدام وکړي او د سیمه‌ایزو همکاریو د پراخېدو زمینه برابره کړي.
محمد اسحاق دار، وزیر امور خارجه پاکستان

محمد اسحاق دار، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، د اقتصادي همکارۍ سازمان (اکو) د وزیرانو د شورا په ۳۰مه ناسته کې چې په اسلام‌آباد کې ترسره شوه (دوشنبه، د لړم ۲۵مه)، له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د امنیتي اندېښنو د حل لپاره اقدام وکړي او د سیمه‌ایزو همکاریو د پراخېدو زمینه برابره کړي.

هغه وویل چې په سیمه‌ایزو همکاریو کې ریښتینی پرمختګ هغه وخت ممکن دی چې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ امنیتي مسائل حل شي. دار ټینګار وکړ چې پاکستان یو سوله‌اییز، باثباته او پرمختللي افغانستان غوښتونکی دی چې په سیمه‌ایز چوکاټ کې ادغام شي او له ګاونډیو سره سوله‌ایزه اړیکې ولري.

د هغه په وینا، په افغانستان کې ثبات نه یوازې د دغه هېواد خلکو ته مرسته کوي، بلکې د ټولې سیمې لپاره هم په سوداګرۍ، ترانزیت او اقتصادي همکاریو کې نوي فرصتونه رامنځته کوي. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د امن او باوري چاپېریال رامنځته کول د سیمه‌ایزو اقتصادي همکاریو د دوام شرط وبلل.

اړوند مطالب:

بیشتر بخوانید:  سرچینې: حبیب الرحمان پدرام افغانستان ته راستون شوی.
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x