په فرانسه کې د افغان ښځو د خبرو اترو دوهم پړاو ترسره شو

د افغان ښځو د خبرو اترو دوهم پړاو د ښځو د حقونو فعالانو، څېړونکو، خبریالانو او د مدني بنسټونو استازو په حضور په فرانسه کې ترسره شو او ګډونوالو په پای پرېکړه‌لیک کې د طالبانو پر ښځو او نجونو پالیسۍ وغندلې او غوښتنه یې وکړه چې د هغوی وضعیت د «جنسیتي آپارتاید» په توګه په رسمیت وپېژندل شي.
کنفرانس گفت‌وگوهای زنان افغانستان در شهر آلفوریل پاریس

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د افغان ښځو د خبرو اترو دوهم کنفرانس د «په سیستماتیک محرومیت سیوري کې افغان ښځې؛ حقونه، ژوندې تجربه او د نړیوالې ټولنې مسؤلیت» په سرلیک، د کلبه دوست ټولنې په نوښت، د فرانسې د آلفوریل ښاروالۍ او د هزاره ډیاسپورا شبکې په همکارۍ، په پاریس کې د آلفوریل ښار کې ترسره شو.

ګډونوالو په پای پرېکړه‌لیک کې د طالبانو پر ښځو او نجونو پالیسۍ وغندلې او له ملګرو ملتونو، حکومتونو او اروپايي اتحادیې یې وغوښتل چې د افغانستان د ښځو وضعیت د «جنسیتي آپارتاید» په توګه په رسمیت وپېژني. هغوی د طالبانو اقدامات د بشریت پر وړاندې د جنایت او جنسي ځورونې مصداق وبلل.

همدارنګه پر خطر سره مخ ښځو او فعالانو د خوندي لېږد او اوسېدو، د عدالت غوښتنې او د بشري حقونو د نقض د مستند کولو ملاتړ، د هزاره ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړې او بشردوستانه مرستو د ملاتړ صندوق جوړولو، او د زده‌کړیزو فرصتونو او بورسیو د برابرولو ټینګار وشو. ګډونوالو له فرانسې حکومت او د آلفوریل ښاروالۍ وغوښتل چې د زده‌کړیزو او بشردوستانه پروګرامونو ملاتړ وکړي او له هر هغه تعامل څخه ډډه وکړي چې طالبانو ته د عادي کېدو یا په رسمیت پېژندلو لامل شي.

بیشتر بخوانید:  په مادرید کې د «زموږ غږ واورئ» څلورمه ناسته پیل شوه؛ محور یې د افغان ښځو حقونه دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x