د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ د ترکیې «کاپ ۳۱» اقلیمي ناسته د یکشنبې په ورځ پرته له دې چې هېوادونه د اقلیمي بدلونونو سره د مقابلې د څرنګوالي په اړه پر یو عمومي سیاسي توافق بریالي شي، پای ته ورسېده.
رویټرز د یکشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۲مه، راپور ورکړی دی چې د هېوادونو ناکامي پر یو ګډ سیاسي پرېکړه توافق ته د رسېدو په برخه کې، د دې ناستې د بېپایلې پای ته رسېدو لامل شوې ده.
انټونیو ګوتریش، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ناستې له توافق پرته پای ته رسېدو څخه خپله ناهيلي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې هغه د هغو کسانو له ناهیلۍ سره شریک دی چې تمه یې درلوده چې حکومتونه به د اقلیمي بحران سره سم اقدام وکړي.
هغه ټینګار کړی دی چې سره له دې چې په خبرو اترو کې توافق ترلاسه نه شو، خو د اقلیمي بحران په اړه په علمي موندنو کې هېڅ ابهام نشته.
لي ګاو، د چین د چاپېریال او ایکولوژۍ مرستیال وزیر او د دغه هېواد د پلاوي مشر، هم د نهایي توافق د ترلاسه کولو له ناکامۍ څخه ناهيلي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د دې بنبست په پایله کې د پراختیایي هېوادونو ډېرې غوښتنې نه دي پوره شوې.
هغه زیاته کړې ده چې دا ناسته باید د څواړخیز بهیر ناکامي ونه ګڼل شي، بلکې د نړیوالو خبرو اترو د پرمخ وړلو او توافق ته د رسېدو لپاره هڅې باید زیاتې کړای شي.
اړوند مطالب:




