کیم جونګ اون: شمالي کوریا د سلطه طلبۍ او پراختیاپالنې په لټه کې نه ده

کیم جونګ اون، د شمالي کوریا مشر، اعلان کړی دی چې پیونګ یانګ د سلطه طلبۍ او پراختیاپالنې په لټه کې نه ده او غواړي پر متقابل احترام ولاړې بهرنۍ اړیکې پراخې کړي.
کیم جونگ اون، رهبر کوریای شمالی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ کیم جونګ اون، د شمالي کوریا مشر، ټینګار وکړ چې پیونګ یانګ د سلطه طلبۍ او پراختیاپالنې په لټه کې نه ده او غواړي پر متقابل احترام ولاړې اړیکې پراخې کړي.

د روسیاالیوم له قوله، د شمالي کوریا مشر د ۱۰ هېوادونو د سفیرانو د باورلیکونو د ترلاسه کولو په مراسم کې پر پیونګ یانګ د بهرنیو اړیکو د پراخولو پر هغه لیدلوري ټینګار وکړ چې پر متقابل احترام ولاړ دی.

کیم جونګ اون ټینګار وکړ چې شمالي کوریا د سلطه طلبۍ یا پراختیاپالنې په لټه کې نه ده او د زور او جبر له لارې فشار راوړل د دې هېواد له بهرنۍ پالیسۍ سره هېڅ اړه نه لري.
کیم جونګ اون همدارنګه د نړیوالو بې‌ثباتیو ته په اشارې سره، د حاکمیت، امنیت او د پراختیا د حق ساتل د پیونګ یانګ له لومړیتوبونو وګڼل.

د شمالي کوریا مشر په دوام کې سفیرانو ته ډاډ ورکړ چې د هغوی ديپلوماتیک امتیازات او مصونیتونه به د نړیوالو قوانینو او د دې هېواد د کورنیو مقرراتو سره سم تضمین شي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x