یونیسف: په افغانستان کې ۱۵ میلیونه کسان له سختې لوږې بحران سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی دی چې په افغانستان کې ۱۵.۹ میلیونه کسان له خوړو د ناامنۍ له بحراني کچې سره مخ دي.
د یونیسف نښان؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی دی چې په افغانستان کې ۱۵.۹ میلیونه کسان له خوړو د ناامنۍ له بحراني کچې سره مخ دي او د اګست څخه تر اکتوبر میاشتو پورې د خوارځواکۍ کچه تر ټولو لوړې ثبت شوې کچې ته رسېدلې ده.

دغه سازمان د یکشنبې په ورځ، د ليندۍ په لومړۍ نېټه، راپور ورکړی دی چې د افغانستان ۳۲ سلنه نفوس له خوړو د ناامنۍ سره مخ دی او ۳.۴ میلیونه کسان په بیړني حالت کې دي.
د یونیسف په وینا، اقتصادي فشارونو او د بشردوستانه مرستو کموالی، کورنیو ته د خوړو لاسرسی محدود کړی دی.

دغه سازمان وړاندوینه کړې ده چې د ژمي په فصل کې، له نومبر ۲۰۲۶ څخه تر اپریل ۲۰۲۷ پورې، له سختې خوړو ناامنۍ سره د مخ کسانو شمېر به ۱۹.۲ میلیونو تنو ته لوړ شي چې پنځه میلیونه به یې په بیړني حالت کې وي.

یونیسف همدارنګه ویلي دي چې په ۲۰۲۷ کال کې به په افغانستان کې شاوخوا له څلورو میلیونو څخه ډېر د شپږ تر ۵۹ میاشتو ماشومان د سختې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.

د ناروغیو خپرېدل، د اوبو او روغتیا ساتنې نامناسب وضعیت او د تغذیې خدماتو ته د لاسرسي کموالی، هغه نور عوامل دي چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ وضعیت لا پسې سختوي.

بیشتر بخوانید:  د ماشومانو نړیواله ورځ؛ یونیسف: افغان ماشومان د امنیت، زده‌کړې او ښه راتلونکي وړ دي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x