تلګرام په عراق او اردن کې بند شو

د عراق او اردن چارواکو د دې دوو هېوادونو په داخل کې د تلګرام پیغامرسونکي اپ د بندولو پرېکړو خبر ورکړی دی.
پیام‌رسان تلگرام

عراق او اردن د تلګرام پیغامرسونکي اپ د بندولو پرېکړې خبر ورکړی دی. د عراق چارواکو ویلي دي چې دا پرېکړه د لومړي وزیر په حکم او د ملي امنیت ساتنې او د قوانینو سره د مغایر منځپانګې د خپرېدو د مخنیوي په هدف شوې ده. د عراق د رسنیو او ارتباطاتو سازمان زیاته کړې ده چې هدف یې تلګرام مکلفول دي چې عراقي منځپانګه بیاکتنه کړي او له سرغړونو او ناوړه ګټې اخیستنو مخنیوی وکړي، او دا شرکت ۳۰ ورځې وخت لري چې خپل حقوقي وضعیت سمبال کړي.

د اردن چارواکو هم اعلان کړی دی چې تلګرام ته لاسرسی د امنیتي اندېښنو له امله بندوي او ادعا کوي چې دا پیغامرسونکی اپ د افراط‌گرایۍ د خپرېدو او د ملي ګټو د ګواښ لپاره کارول کېږي.

بیشتر بخوانید:  علی الزیدی ، د عراق لومړی وزیر تهران ته ورسېد
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x