علی الزیدی ، د عراق لومړی وزیر تهران ته ورسېد

د عراق لومړی وزیر ، علي فالح الزیدي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د رسمي سفر لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت پلازمېنې تهران ته ورسېد.
علی الزیدی ، د عراق لومړی وزیر تهران ته ورسېد

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د عراق لومړي وزیر ، علي الزیدي نن د پنجشنبې په ورځ (د ۱۴۰۵ کال د اسد په لومړی نېټه) د ایران د ولسمشر ، مسعود پزشکیان په بلنه، د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ په رسمي سفر تهران ته ورسېد. نوموړي ته د ایران د اقتصادي چارو او مالیې وزیر او د ولسمشر استازي سیدعلي مدني‌زاده هرکلی ووایه.

دا سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د دیپلوماتیکو سلا مشورو، د دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو مسئلو د څېړلو او د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره کېږي.

د سفر پر مهال به د ایران او عراق ترمنځ د اړیکو، د ګډو همکاریو د پراختیا او د ځینو هوکړه‌لیکونو د لاسلیک په اړه خبرې وسي.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان تېره ورځ په یوه غونډه کې د عراق د لومړي وزیر او لوړپوړي پلاوي سفر ډېر اړین وباله او ویې ویل، د ایران اسلامي جمهوریت او د عراق اړیکي ځانګړي، ژوري او د تاریخي، کلتوري، دیني او ګډو ګټو پر بنسټ ولاړي دي. د هغه په وینا، دا سفر کولای سي د دواړو هېوادونو د هر اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د ستراتیژیکو اړیکو د نوي پړاو د پیل لامل سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x