د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د روسیې پارلمان د ۲۰۲۷ تر ۲۰۲۹ کلونو لپاره د دغه هېواد پوځي بودیجه تصویب کړه چې له مخې یې شاوخوا ۶۰۶ میلیارد ډالره پوځي لګښتونو ته ځانګړې کېږي.
دا د شوروي اتحاد له پړاو راهیسې د روسیې تر ټولو لویه پوځي بودیجه ده او ښیي چې ولادیمیر پوتین، د روسیې ولسمشر، اراده نه لري چې ژر تر ژره د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.
د دې لایحې له مخې، روسیه به په ۲۰۲۷ کال کې د خپلې فدرالي بودیجې شاوخوا ۴۴ سلنه دفاع، ملي امنیت او پولیسو ته ځانګړې کړي.
دا لایحه د دوما په دریم او وروستي پړاو رایې اچونې کې د ۳۹۶ موافقو رایو سره او پرته له کومې مخالفې رایې تصویب شوه. ۳۷ استازو رایه ورنه کړه. لایحه اوس د روسیې د فدراسیون شورا، د روسیې د مشرانو مجلس ته او بیا د روسیې د ولسمشر د تأیید لپاره ځي.
د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې، روسیې د راتلونکو درېیو کلونو لپاره شاوخوا ۶۰۶ میلیارد ډالره پوځي بودیجه په پام کې نیولې ده چې د تېرې درې کلنې پوځي بودیجې په پرتله ۱۲۱ میلیارد ډالره ډېره ده. د دې ورځپاڼې په لیکنې، دا د شوروي اتحاد له نسکورېدو راهیسې د روسیې تر ټولو لویه پوځي بودیجه ده.
مسکو ټایمز راپور ورکړی دی چې د روسیې دفاعي بودیجه به په ۲۰۲۷ کال کې ۲۷ سلنه زیاتې شي او شاوخوا ۲۰۸ میلیارد ډالرو ته ورسیږي. د ملي امنیت او پولیسو لګښتونو په زیاتولو سره، په هغه کال کې د دې درېیو برخو ټول لګښتونه شاوخوا ۲۵۹ میلیارد ډالرو ته رسیږي.




