د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ توماس فریلسن، د اروپايي اتحادیې ځانګړی استازی افغانستان ته، وویل چې له طالبانو سره د افغان کډوالو د راستنولو په اړه تخنیکي همکاري د دې ډلې په رسمیت پېژندلو مانا نه لري او د اروپايي اتحادیې اړیکې له طالبانو سره عادي شوې نه دي.
هغه وویل چې په بروکسل کې د اروپايي اتحادیې د استازو او د طالبانو د پلاوي ناسته د ځینو غړو هېوادونو په غوښتنه او د کډوالو د راستنولو په اړه د اروپايي لیدلوري د همغږۍ لپاره ترسره شوه. د هغه په وینا، د اروپايي اتحادیې د تعامل چوکاټ تخنیکي او اجرایي اړیکو ته اجازه ورکوي، خو دا اړیکې طالبانو ته مشروعیت نه ورکوي او د کډوالو د منلو په اړه همکاري هم د طالبانو په رسمیت پېژندلو سره هېڅ اړه نه لري.
فریلسن د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د خبرداري په اړه وویل چې غړي هېوادونه باید د اروپايي اتحادیې قوانین او نړیوال حقوق رعایت کړي او د کډوالو راستنول باید د هغوی د بنسټیزو حقونو سره، په ګډون د هغه اصل سره چې له هغه ځایه چې د ریښتیني زیان خطر پکې وي، د بېرته نه لېږلو منع کوي، سمون ولري.




