طالبانو په پنجشیر کې د خپل مشر لپاره له علماوو بیعت واخیست

د طالبانو د والي دفتر په پنجشیر کې وايي چې نن (چهارشنبه، د ليندۍ ۴مه) شاوخوا ۲۰۰ تنو د دې ولایت دیني علماوو د دغې ډلې له مشر هبت‌الله آخندزاده سره بیعت تجدید کړ.
طالبانو په پنجشیر کې د خپل مشر لپاره له علماوو بیعت واخیست

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د والي دفتر په پنجشیر کې وايي چې نن (چهارشنبه، د ليندۍ ۴مه) شاوخوا ۲۰۰ تنو د دې ولایت دیني علماوو د دغې ډلې له مشر هبت‌الله آخندزاده سره بیعت تجدید کړ.

سیف‌الدین لتون، د طالبانو د والي ویاند په پنجشیر کې، ویلي دي چې دغو کسانو د بیعت د تجدید ترڅنګ، هبت‌الله آخندزاده ته د «شیخ‌الاسلام» لقب ورکول هم وستایل.

د طالبانو د والي ویاند یوه ویډیو هم خپره کړې ده چې په کې لیدل کېږي چې دغو کسانو لاسونه یو بل ته ورکړي او هغه کلمې چې بل کس وایي، تکراروي.
محلي سرچینې وايي چې دا ویډیو د طالبانو د والي دفتر په پنجشیر کې ثبت شوې ده او دیني علماوو د حافظ محمدآغا حکیم، په پنجشیر کې د طالبانو د والي، له لارې د دغې ډلې له مشر سره بیعت کړی دی.

د سرچینو په وینا، دا ټول دیني علما د طالبانو په محلي اداره کې په پنجشیر کې کارکوونکي دي او له دغې ډلې معاش اخلي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دوی د طالبانو د ځینو ادارو رئیسان، د جوماتونو ملا امامان او د طالبانو ملکي او پوځي کارکوونکي وو.

طالبانو مخکې هم څو ځله په بېلابېلو ولایتونو کې د دیني علماوو د خپل مشر سره د «بیعت» خبر ورکړی دی.
هبت‌الله آخندزاده، د طالبانو مشر، تېره اونۍ په کابل پوهنتون کې په یوه ناسته کې ځان «امیر» وبللو او پر خپل اطاعت او پیروي یې ټینګار وکړ.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړوند خبرونه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
ڬدون
Notify of
0 نظرونه
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x