د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په پای کې د ۴۸ لوبډلو ترمنځ د ۱۰۴ لوبو له ترسره کېدو وروسته د هسپانیې په اتلولۍ پای ته ورسېدې؛
هغه سیالۍ چې د ګڼو انفرادي او ډلهییزو ریکارډونو په ثبتېدو او د هسپانیې په اتلولۍ سره، د دې سیالیو د تاریخ له تر ټولو ډېرو ګول لرونکو او نه هېرېدونکو پړاوونو څخه وپېژندل سوې.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام د دې پړاو د شمېرو له مخې، د دې سیالیو له تر ټولو ډېرو ګول لرونکو پړاوونو څخه یو رامنځته سو.
– په دې پړاو کې ۳۰۸ ګولونه ووهل سول چې په هره لوبه کې یې منځنۍ کچه ۲.۹۶ ګولونه وه.
– د ۱۰۴ لوبو په ټولیزه توګه ۶ میلیونه او ۸۱۰ زره او ۹۶۶ نندارچیانو لوبغالو ته ورغلي وو چې په هره لوبه کې د ۶۵ زره او ۴۹۰ نندارچیانو منځنۍ کچه ثبت سوې وه.
– د ۲۰۲۶ نړیوال جام د غوره لوبې جایزه د هالنډ ملي لوبډلې ته ورکړل سوه.
– کیلیان امباپه د ۱۰ وهلو سوو ګولونو له امله د دې سیالیو د غوره ګول وهونکي په توګه وپېژندل سو. تر هغه وروسته لیونل مسي د ۸ ګولونو په وهلو سره دوهم مقام خپل کړ.
– د فرانسې مایکل اولیسه د ۷ ګول پاسونو په ورکولو سره، له دې اړخه غوره لوبغاړی وبلل سو.
– کیلیان امباپه د ۱۴ ګولونو او ګول پاسونو په لرلو سره، د دې پړاو تر ټولو اغېزناک لوبغاړی و.
– د مصر مدافع محمد هاني یوازینی لوبغاړی و چې دوه ځله یې د خپلې لوبډلې پر وړاندې ګول وواهه.
– د دې سیالیو په اوږدو کې یوازې ۴ ځله درې ګولونه (هټریک) ثبت سول چې دا د لیونل مسي له خوا د الجزایر پر وړاندې، جاناتان ډیوېډ د قطر پر وړاندې، عثمان دمبله د ناروې پر وړاندې او بوکایو ساکا د فرانسې پر وړاندې ترسره سول.
– د مراکش عیسی دیوپ یوازینی لوبغاړی و چې ۳ ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل.
– هسپانیې د ۵۳۲۵ پاسونو په ورکولو سره د پاسونو له پلوه تر ټولو غوره لوبډله وه او ارجنټاین او فرانسه هم وروسته مقامونو کې راغلي.
– ارجنټاین د ۱۱۳ سرغړونو په ترسره کولو سره، د دې شمېرې له مخې د ۴۸ ګډون کوونکو لوبډلو په منځ کې لومړی مقام درلود.
– د هسپانیې کپتان رودري په دې پړاو کې ۴۷۰ پاسونه ورکړي وو او د دې له اړخه غوره لوبغاړی و.
د ۲۰۲۶ نړیوال جام د پایلوبې عجیبه ریکارډونه او شمېرې
د اتلې لوبډلې تر ټولو ښه دفاع:
هسپانیې په ۸ لوبو کې یوازې ۱ ګول خوړلی و او د نړیوال جام په تاریخ کې یې د یوې اتلې لوبډلې له خوا تر ټولو غوره دفاعي پایله ثبت کړه.
د نه ماتېدلو ریکارډ:
هسپانیې د پنالټیو او دوستانه لوبو له حساب پرته، ۳۸ پرلهپسې لوبې بې له ماتې ترسره کړې او د اروپا او جنوبي امریکا د لوبډلو ترمنځ یې تر ټولو غوره ریکارډ خپل کړ.
د ارجنټاین دوهم مقام:
ارجنټاین د څلورم ځل لپاره (۱۹۳۰، ۱۹۹۰، ۲۰۱۴، ۲۰۲۶) د نړۍ دوهم مقام خپل کړ. آلمان هم د ۴ دوهم مقامونو په لرلو سره د دې ریکارډ څښتن دی.
انفرادي ریکارډونه:
رودري: بې له دې چې ګول ووهي یا د ګول پاس ورکړي، د نړیوال جام غوره لوبغاړی وبلل سو.
فران تورس: د نړیوال جام په پایلوبه کې د بریا ګول وهلو دوهم بدیل لوبغاړی سو؛ له دې مخکې ماریو ګوتزه په ۲۰۱۴ کال کې دا کار کړی و.
امیلیانو مارتینس: په پایلوبه کې یې ۱۱ توپونه مهار کړل او له ۱۹۶۶ کال وروسته یې په یوه پایلوبه کې د تر ټولو ډېرو مهارونو ریکارډ ثبت کړ.
لیونل مسي: دوهم لوبغاړی سو چې درې نړیوال جام پایلوبو کې یې ګډون کړی (له کافو وروسته) او د نړیوال جام د پایلوبې دوهم زوړ لوبغاړی و؛ عمر یې ۳۹ کاله او ۲۵ ورځې و، چې تر ده مخکې دینو زوف د ۴۰ کلونو او ۱۳۳ ورځو په عمر دا ریکارډ درلود.
انسو فرناندس: شپږم لوبغاړی سو چې د نړیوال جام په پایلوبه کې له لوبې وایستل سو؛ له دغو شپږو لوبغاړو څخه درې یې ارجنټاینیان دي.
رودري او پائو کوبارسي: دوی په پایلوبه کې د ۱۰۱ او ۱۲۱ سمو پاسونو په ورکولو سره، له دونګا وروسته (چې په ۱۹۹۴ کال کې یې ۱۳۰ سم پاسونه ورکړي وو) د پایلوبې د سمو پاسونو د ریکارډ خاوندان سول.
لامین یامال او پائو کوبارسي:
هسپانیه لومړنۍ لوبډله سوه چې د نړیوال جام په پایلوبه کې یې دوه شل کلنۍ ته نه رسېدلي لوبغاړي په اصلي ترکیب کې ولوبول. یامال (۱۹ کاله او ۶ ورځې) د پيلې او برګومي وروسته د نړیوال جام د پایلوبې درېیم تر ټولو ځوان لوبغاړی سو.
په لومړۍ نیمایي کې یوازې ۳ ګول وهلو هڅې (ټولې د هسپانیې له خوا) ثبت سوې، چې له ۱۹۶۶ کال راهیسې تر ټولو کمه شمېره بلل کېږي.




