د هرات محلي سرچینې وايي چې د قطر او اماراتو د اتباعو د کاروان سره د یوه موټرسایکل چلوونکي د ټکر په پایله کې یو افغان اتباع په شدیده توګه ټپی شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
د سرچینو په وینا، سره له دې چې پېښه سخته وه، طالب ځواکونو نه په ټکر کې ښکېل موټر چلوونکی نیولی او نه یې موټر ضبط کړی دی.
دا پېښه د طالبانو د تبعیضي چلند او بهرنیو اتباعو ته د احتمالي امتیاز ورکولو په اړه اندېښنې رامنځته کړې دي.
تر دې دمه روښانه نه ده چې آیا مالي اړیکو او اقتصادي امتیازونو دې پېښې ته د رسېدنې په څرنګوالي کې رول درلود او که نه.
د قرباني د ټپونو د شدت په پام کې نیولو سره، تمه کېږي چې طالب چارواکي دې د دې لاملونو په اړه توضیح ورکړي چې ولې چلوونکی نه دی نیول شوی، موټر نه دی ضبط شوی او د دې پېښې د څېړنې بهیر څنګه دی.




