فوزیه کوفي: په بدخشان کې د ملکي وګړو نیول د طالبانو د ځپونکو تګلارو څرګندونه کوي

فوزیه کوفي، د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې، په بدخشان ولایت کې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، نیول د طالبانو د ځپونکو تګلارو د دوام نښه بللې او خبرداری یې ورکړی چې پر خلکو د فشار زیاتوالی به د ازادۍ ترلاسه کولو لپاره د هغوی هوډ لا پیاوړی کړي.
فوزیه کوفي: په بدخشان کې د ملکي وګړو نیول د طالبانو د ځپونکو تګلارو څرګندونه کوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ فوزیه کوفي، د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې، په بدخشان ولایت کې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ماشومانو، نیول د طالبانو د ځپونکو تګلارو د دوام نښه بللې او خبرداری یې ورکړی چې پر خلکو د فشار زیاتوالی به د ازادۍ ترلاسه کولو لپاره د هغوی هوډ لا پیاوړی کړي.

مېرمن کوفي د جمعې په ورځ، د سرطان په ۲۶مه، په اېکس ټولنیزه شبکه کې د یوې ویډیو د بیا خپرولو له لارې د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو د طالبانو له لوري نیولو ته غبرګون وښود. دغه نیونې وروسته له هغه ترسره سوې چې یاده ولسوالۍ د «سپاهیان میهن» ډلې له خوا په لنډمهاله توګه ونیول سوه.

هغې په خپل غبرګون کې ټینګار کړی چې د عادي وګړو نیول او د فشار د وسیلې په توګه د ملکي وګړو کارول، نه یوازې اغېزمن نه دي، بلکې برعکس پایلې یې لرلې او عامه ناخوښي یې زیاته کړې ده.

طالبانو هم د یوې ویډیو په خپرولو سره، چې پکښې یو شمېر ماشومان لیدل کېږي، ادعا کړې چې د جمعې په سهار د یفتل پایین ولسوالۍ د برید یو شمېر عاملان یې نیولي دي.

د طالبانو دغه اقدام د افغانستان د یو شمېر سیاسي څېرو له غبرګون سره مخ سوی دی. په تاجکستان کې د افغانستان سفیر ظاهر اغبر هم د یفتل د پېښو په یادولو سره د طالبانو پر وړاندې د خلکو د مقاومت ستاینه وکړه او هغه یې په بدخشان او افغانستان کې د یوې نوې مرحلې پیل وباله.

د جمعې په سهار، نوې جوړه سوې «سپاهیان میهن» ډلې په یوه بې‌ساري برید کې وکولای سول د څو ساعتونو لپاره د یفتل پایین ولسوالۍ کنټرول په لاس کې واخلي. طالبانو د دې برید د تایید ترڅنګ اعلان وکړ چې د دې ډلې ځواکونه یې شاتګ ته اړ کړي او د هغوی د موخو د ترلاسه کولو مخه یې نیولې ده.

له دغو نښتو وروسته، د طالبانو ځواکونو په یفتل پایین ولسوالۍ کې د کور په کور د پلټنې عملیات پیل کړي او د سیمې یو شمېر اوسېدونکي یې نیولي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x