د معمار خبري اژانس راپور له مخې؛ د ترکيې پولیسو په دغه هېواد کې په دوو ښارونو کې ۲۶ افغان کډوال نیولي دي. ترکيې رسنیو د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې ۱۵ افغان کډوال په حکاري کې نیول شوي او د وان ولایت د بهرنیو اتباعو د ایستلو مرکز ته لېږدول شوي دي.
پولیسو د دې پېښې په تړاو درې کسان هم د کډوالو د قاچاق په تور نیولي دي.
په یوه جلا پېښه کې، ۱۱ افغان کډوال د اغدیر په سیمه کې د آرارات غره په لمنو کې نیول شوي دي. دا کسان هم د ایستلو دهیواد څخه بهیر تېرولو لپاره د دې ښار د ایستلو مرکز ته لېږدول شوي دي.
د خپرې شوو شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر دې دمه په ټول ترکیه کې له ۳۳ زرو څخه ډېر هغه افغان کډوال نیول شوي چې د اوسېدو اسناد نه لري.
اړوند مطالب:




